د مظاهرة على المسلمين (کافرانو سره د مسلمانانو په مقابله کې د مرستې او همکارۍ) اړوند د امام محمد رحمه الله رحمه الله مذهب:
د فقهې حنفي مشهور امام، محمد بن الحسن الشیباني رحمه الله (المتوفى: 189هـ) چې د سلفو د دور مشهور امام او د ډېرو سلفو استاد هم دی، امام شافعي رحمه الله د نوموړي باره کې فرمايي:
لو أشاء أن أقول: نزل القرآن بلغة محمد بن الحسن لقلت لفصاحته)
امام محمد رحمه اللهدپه السیر الکبیر پنځم جلد ۳۵۴مه صفحه کې فرمايي:
بَابٌ، الْعَيْنُ يُصِيبُهُ الْمُسْلِمُونَ – قَالَ: وَإِذَا وَجَدَ الْمُسْلِمُونَ رَجُلًا مِمَّنْ يَدَّعِي الْإِسْلَامَ عَيْنًا لِلْمُشْرِكِينَ عَلَى الْمُسْلِمِينَ يَكْتُبُ إلَيْهِمْ بِعَوْرَاتِهِمْ، فَأَقَرَّ بِذَلِكَ طَوْعًا، فَإِنَّهُ لَا يُقْتَلُ، لِأَنَّهُ لَمْ يَتْرُكْ مَا بِهِ حَكَمْنَا بِإِسْلَامِهِ، فَلَا نُخْرِجُهُ مِنْ الْإِسْلَامِ فِي الظَّاهِرِ مَا لَمْ يَتْرُكْ مَا بِهِ دَخَلَ فِي الْإِسْلَامِ، وَلِأَنَّهُ إنَّمَا حَمَلَهُ عَلَى مَا صَنَعَ الطَّمَعُ، لَا خُبْثُ الِاعْتِقَادِ، وَهَذَا أَحْسَنُ الْوَجْهَيْنِ، وَبِهِ أُمِرْنَا قَالَ اللَّهُ تَعَالَى: ﴿فَيَتَّبِعُوْنَ اَحْسَنَهٗ﴾.
وَقَالَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ: “لَا تَطْلُبَنَّ بِكَلِمَةٍ خَرَجَتْ مِنْ فِي أَخِيك سُوءًا وَأَنْتَ تَجِدُ لَهَا فِي الْخَيْرِ مَحْمَلًا”.
وَاسْتُدِلَّ عَلَيْهِ بِحَدِيثِ حَاطِبِ بْنِ أَبِي بَلْتَعَةَ، فَإِنَّهُ كَتَبَ إلَى قُرَيْشٍ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ يَغْزُوكُمْ فَخُذُوا حِذْرَکم.
فَلَوْ كَانَ بِهَذَا كَافِرًا مُسْتَوْجِبًا لِلْقَتْلِ مَا تَرَكَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ، بَدْرِيًّا كَانَ أَوْ غَيْرَ بَدْرِيٍّ.
وَكَذَلِكَ لَوْ لَزِمَهُ الْقَتْلُ بِهَذَا حَدًّا مَا تَرَكَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ إقَامَتَهُ عَلَيْهِ.
وَفِيهِ نَزَلَ قَوْله تَعَالَى: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِيَآءَ﴾.
فَقَدْ سَمَّاهُ مُؤْمِنًا، وَعَلَيْهِ دَلَّ قِصَّةُ أَبِي لُبَابَةَ حِينَ اسْتَشَارَهُ بَنُو قُرَيْظَةَ، فَأَمَرَّ أُصْبُعَهُ عَلَى حَلْقِهِ يُخْبِرُهُمْ أَنَّهُمْ لَوْ نَزَلُوا عَلَى حُكْمِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ قَتَلَهُمْ.
وَفِيهِ نَزَلَ قَوْلُهُ تَعَالَى: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَخُوْنُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ﴾
ژباړه: کله چې مسلمانان د کافرانو یو داسې جاسوس پېدا کړي چې ځان ته مسلمان وايي، لیکن کافرانو ته جاسوسي كوي او په دې جرم په خپله خوښه اقرار هم کوي، نو دا به نه وژل کېږي، ځکه ده هغه څه نه دي پرې اېښي د کوم شي په وجه چې مونږ د ده په اسلام فېصله کړې وه، نو مونږه په ظاهره باندې دی د اسلام څخه نه شو خارجولای، ترڅو يې چې هغه شی پرې اېښی نه وي د کوم په وجه چې په اسلام کې داخل شوی و.
بله خبره دا چې یاد کس دې جاسوسۍ ته دنیوي لالچ او خواهشاتو اماده کړی دی، نه عقیدوي خبث او فساد؛ نو ځکه ورته کافر نشو ویلای او په هم دې مونږ ته هم امر شوی، ځکه چې الله تعالی فرمايي:
چې مسلمانان د ده په ښايسته وجهې پسې ورپسې کېږي او نبي علیه السلام هم فرمايلي دي، چې کله ستا د ورور مسلمان د خولې څخه یوه کلمه وزي او د هغې د حمل کولو ښه محمَل وي، نو په بد محمل مه ور ته ګوره.
په دې خبره چې د دې جاسوسۍ په عمل څوک نه کافر کېږي او نه قتل کېږي، استدلال شوی د حدیث د حاطب بن ابي بلتعة رضي الله عنه نه، ځکه هغه قریشو ته خط لیکلی و، چې نبي علیه السلام درباندې حمله کوي، نو چمتو شئ، او خپل ځان مسلح کړئ
نو که چیرې په دې جاسوسۍ او همکارۍ دی کافر شوی وای او يا د قتل مستحق شوی وای، نو رسول الله صلى الله علیه وسلم به نه و پرې اېښی، که بدري وي او که غیر بدري وي؛ ځکه کفر د هر چا لپاره کفر وي، د هيڅ چا لپاره هم نه روا کېږي.
دغه شان که حداً ورباندې قتل لازم وای نو رسول الله صلى الله علیه وسلم د حد قائمول نه پرېښودل، ځکه حد د الله حق دی، لکه څرنګه چې رسول الله صلى الله علیه وسلم یوه موقع کې فرمايلي وو:
عن الزهري عن عروة عن عائشة أن قريشاً أهمهم شأن المرأة المخزومية التي سرقت فقالوا من يكلم فيها رسول الله {ﷺ} فقالوا: ومن يجترئ عليه إلا أسامة بن زيد حب رسول الله {ﷺ} فكلمه أسامة فقال رسول الله {ﷺ} أتشفع في حدٍّ من حدود الله ثم قام فاختطب ثم قال إنما أهلك الذين قبلكم أنهم كانوا إذا سرق فيهم الشريف تركوه وإذا سرق فيهم الضعيف أقاموا عليه الحد، وايم الله لو أن فاطمة بنت محمد سرقت لقطعت يدها.
د دې حاطب بن أبي بلتعة رضي الله عنه د وجې نه د الله سبحانه وتعالی دا قول نازل شوی: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّىْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِيَآءَ﴾
نو په دې کې هم حاطب بن أبي بلتعة رضي الله عنه په مؤمن سره نومول شوی دی.
د مسلمانانو په مقابله کې د کافرانو سره د مرستې او همکارۍ او یا په اصطلاح مظاهرة على المسلمين او حضرت أبو لبابة:
په دې خبره؛ چې په داسې عمل سړی نه کافر کېږي بل دلیل د أبو لبابه رضي الله عنه کیسه ده، کله چې ترې د بنو قریظه یهودو مشوره وغوښته، نو هغه خپله ګوته په حلق راکش کړه، په دې سره يې د دې خبرې اطلاع او خبرداری ور کړ چې که د نبي علیه السلام په حکم راښکته شوئ نو هغه مو وژني، دا هم د هغوی سره مهم تعاون و، یعنې خبر ور کول و، چې که د رسول الله ﷺ په حکم راکوز شوئ نو هغه مو وژني.
نو که چیرې بنو قریظه راښکته شوي نه وای او جنګ ته یې دوام ورکړی وای، نو والله اعلم چې څه ډول حالات به مخې ته راغلي وو؟ نو دا یو مهم تعاون او مرسته وه، که څه هغوی ترېنه استفاده ونه کړه او په همدې وجه الله سبحانه وتعالی دا آیت کریمه نازل کړ: ﴿يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَخُوْنُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ﴾