د دغې لیکنې په لومړۍ برخه کې مونږ د دې خبرې یادونه وکړه، چې داعشي خوارجو تازه د وائس آف خراسان مجلې په ۳۹مه ګڼه کې د اسلامي امارت، امریکا او اسرائیلو د پټو رابطو ادعا کړې.
زمونږ د علم او معلوماتو مطابق؛ د اسرائیلو سره د اسلامي امارت پټې رابطې هیڅ حقیقت نه لري، اګر چې په اسلامي او شرعي چوکاټ کې دننه د یو کافر سره رابطه او تماس نیول شرعاً کوم ممنوع او محظور کار نه دی، اما د امریکا سره په مختلفو دورونو کې د اسلامي امارت د قیادت په مختلفو موضوعاتو خبرې اترې شوي دي.
د دوحې د کامیابه تړون نه مخکې او وروسته؛ دغه خبرې او رابطې پټې نه دي شوي، بلکې په ښکاره توګه ترسره شوي او ټوله دنیا ورباندې خبره ده، خو الحمدلله د شریعت په چوکاټ کې دننه شوي دي.
دغه شان د دنیا د نورو هېوادونو سره وخت په وخت د اسلامي امارت د مشرانو او ادارو مجالس کېږي، افغانستان یو هېواد دی چې په میلیونونو مسلمانان پکې ژوند کوي، د هغوی د خوشحال ژوند او د ټولنیزو چارو د سمون لپاره ضروري ده چې د نړۍ سره معاملات روان وي، خو الحمدلله د اسلامي د امارت ټولې پالیسیانې که داخلي دي او که خارجي، د شریعت په چوکاټ کې دننه کېږي.
د کفارو سره تعلق او موالات نه مطلقاً ممنوع دي او نه مطلقاً روا او جائز دي، بلکې تفصیل پکښې دی؛ ځینې کفر دي، ځینې روا او جائز دي او د ځینو په کفر او په عدم کفر کې اختلاف دی، د اهل السنة والجماعة د عقیدې امامانو او اکابرو دغه ټول اقسام واضح کړي دي.
د کافرانو سره عقیدوي تعلق او موالات اتفاقاً کفر دی او د شریعت په چوکاټ کې ورسره د معاملاتو په حوالې سره تعلقات ساتل، په انساني بنیادونو یا ورسره د جوار او ګاونډ تعلق د شریعت په رڼا کې ساتل، یا ورسره د خپلوۍ او قرابت تعلقات ساتل شرعاً ممنوع نه دي.
اما د دنيوي اغراضو او مقاصدو په خاطر د کفارو سره د مسلمانانو په مقابله کې تعاون او همکاري کول د دې ډول تعلقاتو، موالاتو او تعاون باره کې اختلاف دی، چې دا به مونږ په تفصیلي توګه ذکر کړو.
ځکه داعشي خوارج نن سبا په دې ډول باندې د مسلمانانو تکفیر کوي، اولاً د درواغو یا د هسې تشو وهمیاتو په اساس د یو چا خلاف دعوه وکړي، چې دوی د مسلمانانو په خلاف د کفارو تعاون کړی او بیا ور باندې د کفر او ارتداد فتواګانې لګوي؛ حال دا چې په سلفو کې هیڅ څوک هم د مسلمانانو په مقابله کې د کفارو سره په تعاون باندې مطلقاً د تکفیر قائل نه دي.
البته که د دې تعاون سره خبث د عقیدې شامل وي، بیا کفر او ارتداد دی او که عقیدتاً دغه همکاري کوونکی نه وي خراب شوی، يعنې عقیده یې صحیح وي، صرف د دنياوي اغراضو او مقاصدو په خاطر د مسلمانانو په مقابله کې ورسره تعاون وکړي، نو دا ګبیره ګناه ده لوی جرم او خیانت دی، د ټولو سلفو يعنې صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو، أئمة مجتهدینو او د أهل السنة و الجماعة د جمهورو متأخرینو په نزد باندې کفر او ارتداد نه دی.
البته د ګوتو په شمار د بعضي متأخرینو مجمل عبارات د تکفیر ميلاوېږي، خو د ټولو سلفو او جمهورو متأخرینو په مقابله کې د هغوی د دغه مجملو اقوالو اعتبار نشته یا هغه اقوال په تشدید حمل دي.
په معاصرو علماء کرامو کې د تکفیر اقوال پیدا کېږي، لیکن د سلفو د اجتماعي موقف او د متأخرینو د أغلب اکثریت په مقابله کې د تکفیر په څېر په محتاطه موضوع کې د معاصرو علماء کرامو اقوالو ته ترجیح ورکول په هیڅ صورت صحیح او معقوله خبره نه ده.
د دې لیکنې په راتلونکې برخو کې دغه موضوع مونږ په تفصیل سره بيانوو، دغه ډول تعاون ته مظاهرة علی المسلمین هم ویل کېږي.