په دې کې شک نشته چې د غربي دیموکراسۍ له وروستیو خرمستیو وروسته هم افغانستان د اویایمو کلونو د مهال ناورین ته ور روان و، خو د اسلامي امارت سیاسي او پوځي تدابیر، اسلامي شریعت رښتینو اصولو ته ژمنتیا ددې سبب شوه چې افغانستان یو ځل بیا وژغوري او په شاوخوا دوو اونیو کې په کې داسې محکم او رښتینی اسلامي نظام حاکم کړي، چې بیا څوک د کورنیو جګړو خوب هم ونه ویني او نن د افغانستان خلک ښه تفکیک کولی شي چې دوی ته غربي دیموکراسي او سپېڅلي اسلامي شریعت څه ورکړل، ابرو او عزت یې په کوم نظام کې خوندي دي.
لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، دیمو کراسي د غربي هېوادونو یوه تبلیغاتي وسیله ده، دوی هڅه کړې چې د اسلامي نړۍ ځینې غورځنګونه او مشران منحرف کړي، د امریکايي پوهنتونونو فارغان واک ته راولي، د اسلامي جمهوریت او دیموکراسۍ له شعارونو سره یې د واک پر ګدیو کېنوي.
له بده مرغه چې له داسې مشرانو یې ځینې د دیموکراسۍ تر اغېز لاندې راغلي او د هغو ستاینه یې هم کړې او د «اسلامي دیموکراسۍ» اصطلاح یې کارولې ده، د تونس هېواد اسلام پاله رهبر راشد الغنوشي په ۱۹۹۲ کال کې، چې په سیاسي تبعید کې یې شپې ورځې تېرولې، له لندن ابروزور خپرونې سره په مرکه کې یې ویلي وو: که چېرته له دیموکراسي څخه موخه د هغه لیبرال حکومت ماډل وي کوم چې په غرب کې دود دی، یعني داسې نظام چې خلک په ازادانه ډول خپل استازي او رهبران وټاکي او تر څنګ یې په ټولو ازادیو، قدرت او بشري حقونو کې د عامو خلکو د ځای پر ځای کولو جواز ولري، په دې صورت کې مسلمانان په خپل مذهب کې داسې کومه خبره او مطلب نه شي موندلی چې له دیموکراسي سره مغایرت ولري او داسې کوم کار کول یې په ګټه هم نه دی.
د غنوشي په څېر ګڼ نور مسلمان مشران هم د غرب تر اغېز لاندې وړاندې تللي او دیموکراسي یې په اوسنۍ نړۍ کې د اسلام د خاصو الزاماتو د تحقق مناسبه لاره ګڼلې ده، چې له بده مرغه دوی ټول له دغه ستر حقیقت څخه سترګې پټوي چې اسلام خپل پیروان د بنده په لاس د جوړو شوي. وضعي قوانینو له پیروۍ څخه منعه کوي او یوازې د هغه ستر اسماني او الهي قانون متابعت ته یې رابولي، چې د بشري عقل او نبوغ څخه خورا اوچت دی، خو د بشر د معنوي او فزیکي جوړښت ټولې اړتیاوې او ځانګړتیاوې یې په پام کې نیولي دي.
په پای کې باید دا حقیقت ومنو چې د افغانستان اسلامي امارت غربي او پردۍ نسخې نه مني، دا چې شاوخوا پنځه لسیزې په هېواد کې کورنۍ جګړې روانې وې، څرګند دلیل یې د یوه سوچه اسلامي نظام حاکمیت و، که خبره د لیبرال او غربي دیموکراسیو د نظریو د تطبیق امکان وی، نو دا کار به پخوا شوی وی او اوس به افغانستان ارام و، خو نه.
افغانستان یوازې د اسلامي شریعت د حاکمیت په اساس د بشپړې سولې او ثبات خاوند ګرځي او د اسلامي امارت د قوت یو عمده ټکی هم د خلکو دغه معنوي غوښتنې ته درناوی دی او له یوې شمېر غرب مېشتو پرته نور ټول افغانان د دیموکراسۍ له معنوي خلاوو او عیبونو سره اشنا دي او نفرت ورڅخه لري.