دیموکراسي د غربي نړۍ یوه داسې سیاسي پدیده ده، چې د خپلې لاسته راوړنې او ویاړ وړ موضوع په توګه یې وروسته پاتې هېوادونو په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو ته وړاندې کوي، څو په تطبیق سره دوی د نړیوال مشروعیت او یوه معنوي امتیاز خاوندان شي، خو له بده مرغه غرب په منځنیو پېړیو کې خپل هغه زر کلن وحشتونه هېروي چې اوس یې هم په یادولو سره د بشر روح لړزېږي.
هغه مهال چې غرب په دغه تیاره پېړیو کې مزل کاوه، اسلامي شرقي هېوادونه د علمي او معنوي پرختګونو، مدنیت او ساینسي اختراعاتو په اوج کې وو، تر دې چې په اندلس کې یې لومړی ځل پوهنتون، مدرسې، کتابتونونه او علمي بحثونه رامنځته کړل چې ورسره د اروپا په زړه کې د علم او فرهنګ رڼا خپره شوه او اروپایان یې له یوه درانه وحشي خوب څخه را ویښ کړل.
د دیموکراسي یا دیموکراتیک نظام د تعریف له مخې خلک باید په خلکو واکمني وکړي، دلته اکثریت په نظر کې نیول کېږي او نور دې ته نه ګوري چې اکثریت باید کومې ځانګړنې ولري، د ټاکنې میتود او لارې یې څنګه وي؟ بس چې په هره طریقه یې د خلکو لږ او ډېرې رایې تر لاسه کړې، همغه به د ۵۰ جمع ۱ په اساس واکمن وي او نور ۴۹ سلنه وګړي هېڅ معنی نه لري.
اشغالګرو په ۲۰۰۱ م کال افغانستان ته د راتګ پر مهال همدا غربي مډل د جمهوریت تر عنوان لاندې افغانستان ته راووړ او په وروستۍ ټاکنو کې خو یې له ۳۵ میلیون وګړو څخه یوازې ۸ لکه شاوخوا کسانو ګډون کړی و چې اکثره رایې یې هم جعلي وې او پر اساس یې یو دوه سری حکومت جوړ شو چې دې ته یې د دیموکراسۍ نوم ورکړی و.
د دیموکراسۍ په کرغېړنه حلقه کې په ظاهره ښځې، ماشومان، د شخصي حریم خوندیتوب، بشري حقونه، مدني ازادۍ او د ملکي اماکنو خوندیتوب په سر کې ځای لري، خو د منځني ختیځ وروستیو کړکیچونو په ځانګړي ډول د فلسطین مظلوم ولس روانې ناخوالې، چې تر شا یې غرب او امریکا ولاړ دي، د دیموکراسۍ ددې اصولو رعایت ښه په اثبات رسوي.
استاد الفت وايي چې دیموکراسي شنډه ونه ده او شنډه ونه نه مېوه ورکوي او نه یې سیوری هم د ګټه اخیستنې وړ وي، په افغانستان کې هم دغه شنډې او له غرب څخه ملاتړې دیموکراسي داسې لوبې وکړې چې بیان یې ژبه سوځوي.
تر ټولو بده یې دا وه چې د خلکو تر منځ یې قومي، ژبنی او منطقوي تعصب رامنځته کړ، لوړې حکومتي څوکۍ د وړتیا او اهلیت پر ځای د قومیت په اساس ووېشل شوې، د حکمت مشر پښتون، مرستیالان یې تاجک یا هزاره او یا ازبک چې ددغه تعادل د اثبات لپاره یې دوه سری حکومت یعنی اجرائیه ریاست هم رامنځته کړ.
لنډه دا چې دیموکراسي په افغانستان کې خپله ناوړه او بدرنګه څېره خلکو ته وښوده او هېواد یې د بحرانونو داسې ډنډ ته ور ټېل واهه چې نور د ژغورل کېدو نه و او د ډموکراسۍ تر نوم لاندې واکمن رهبران هم ورته حیران وو، چې څه وکړي؟ په داسې حال کې چې د دوی پر وړاندې په معاصر تاریخ کې د «خلق دیموکراتیک» کمونیستي نظام ترخه تجربه هم تېره شوه، تره کي، امین، کارمل او نجیب د دیموکراتیک او دیموکراسۍ ته ژمن افغانستان په نوم ملت او هېواد در په در کړ او پایله یې کورنۍ جګړې شوې.