د جهاد عظيمه او مهمه فريضه چې څومره فضیلت له ځانه سره لري، په هم هغه اندازه یې مسلمانان په پرېښودلو له ذلت او رسوایۍ سره مخ کېږي، تاریخ پدې ګواه دی، چې کوم قوم په خپل ژوند کې جهاد پرې اېښی، د هغه قوم له وروستي نسل څخه بې غیرته، فحاش، بې همته او خواهش پرسته خلګ جوړ شوي دي.
الله عزوجل په خپل کتاب قرآن کريم کې څو څو ځلې پر دې تاکید کړی، چې تاسې جهاد وکړئ! دا ښه تجارت دی، تاسو جهاد مه پریږدئ ځکه دا ستاسو لپاره عزت دی؛ نو معلومه خبره ده، چې که اوس چیرې يو انسان جهاد په مال او ځان سره پرېږدي او ځان په دنيوي چارو او خواهشاتو مصروف وساتي، دا دده لپاره لوی زیان، ذلالت، معصیت او ناکامي ده.
۲:- جهالت؛
جهالت يو له هغه لاملونو څخه دی چې د امت مسلمه د شاتګ او زوال لامل ګرځېدلی دی، جهالت په خپل ذات کې په دوه ډوله وېشل شوی.
ا:- شرعي جهالت
ب:- عصري جهالت
۱:- شرعي جهالت؛
دا هغه جهالت دی چې مسلمانان پکښې د شریعت له احکامو څخه غافل او ناخبره پاتې شوي وي، هغه که د دین اسلام له ضروریاتو څخه وي او یا هم له عقايدو څخه، که هغه فرضي عبادات وي او که مشروع معاملات وي.
که په دې درې شیانو کې عقائد کمزوري شي، مسلمان پر اسلام کامل مؤمن نشي پاتې کېدلای او که عبادات کمزوري شي، نو بیا د الله تعالی له دین څخه لېرېوالی رامنځته کیږي، که معاملات کمزوري شي، نو بیا د حرامو او حلالو تمیز د سړي څخه ورک کېږي، چې آيا اوس حلاله ګټم او که حرامه، خپل حق خورم که د بل حق؟
۲:- عصري جهالت؛
دا هغه جهالت دی چې پکښې امت مسلمه د عصري علومو د زدهکړې څخه غفلت اختیار کړی وي، مثلاً په ټيکنالوژي، علم طب او داسې نورو عصري فنونو کې غفلت اختیارول؛ ځکه چې امت مسلمه پخوا په عصري علومو کې د ټولې نړۍ د انسانانو مرجع وه، تردې چې صلیبي حاکمانو به خپل اولادونه د مسلمانانو مدرسو ته د تعلیم لپاره رالېږل.
هغه عصري علوم مسلمانانو ضايع کړل، تر دې چې نن ورځ یوه ستن هم نشي جوړولای، بالفرض که یې جوړه هم کړي، خو د سوري ور کولو لپاره به یې بل هېواد ته وړي، یا به مېخ ترې جوړوي، نو دا هغه شاتګ دی چې موږ مسلمانانو په تېرو نېږدې یوه یا دوه پېړيو کې کړی دی.
دا جهالت هغه مرض دی چې موږ یې هم په عصري نړۍ کې پر شا تمبولي یو او هم یې په اسلامي نړۍ کې پر شا تمبولي یو، دا چې د امت مسلمه اکثره طبقه ولې د جهاد څخه ناسته ده، دا ځکه چې د امت مسلمه اکثره ځوانان په خپل دین اسلام نه دي خبر او د جهاد اهمیت او قدر يې له زړه څخه ویستلی دی، چې دا هر څه له جهالت څخه سرچینه اخلي.
فايده:
امت امسلمه که چیرې غواړي چې یو وار بیا د نړۍ سره سیال او تېر برم ته ستون شي، نو اول ځل دې جهاد ته مخه کړي، وروسته دې له خپل منځ څخه شرعي او عصري جهالت وباسي، ځکه نن امت مسلمه دین، اسلام او مذهب دا ټوله د ملا او طالب وظیفه ګرځولې او عصري علومو ته یې شاه ګرځولې ده، چې له امله يې ټول مسلمه امت په زیان او تاوان کې لوېدلی دی.
۳:- ناقص العلم؛
ناقص العلم په امت مسلمه کې دریم تر ټولو بد شی دی، ځکه مشهور ادیب امیرالبیان، شکیب ارسلان په خپل کتاب “لماذا تأخَّرالمسلمون وتقدَّم غیرُهم” کې وايي« (د مسلمانانو تر ټولو غټ شاتګ علم ناقص دی او علم ناقص تر جهالت هم زیات خطرناک دی، ځکه کله چې جاهل د عالم سره یو ځای شي، نو د عالم خبره مني او اطاعت یې کوي، د علمِ ناقص څښتن خپله هم په څه نه وي خبر او په دا هم قناعت نه کوي چي زه په دې شي نه یم خبر).
په پښتو ژبه کې هم پر علم ناقص یو مثال او متل شته دی، چي وایي “نیم طبیب د ځان خطره ده او نیم عالم د ایمان خطره” نو د امت مسلمه تر ټولو بد مرض علم ناقص شو، چې هر کس په خپل کار کې نیم وي، مګر دی بیا هم ځان په پوره حسابوي، نو ځکه پر مختګ نشته.
انجنير په انجنیري کې کمزوری، ډاکټر په ډاکټرۍ کې، د پوهنتون استاد په استادۍ کي کمزوری، نو دا هغه ناکامۍ دي چې په وخت سره د یو قوم یا ملت د شاتګ او زوال سبب جوړېږي.
۴:- علماء سوء او مفسد حاکمان؛
دا هغه لوی لامل دی چې نن په امت مسلمه کې را منځته شوی دی، ځکه قیادت او مشري د دغو دوه نوعو په لاسو کې ده، نو هماغه ده چې فساد او بربادي پخپله رامنځته کېږي.