په دې برخه کې هڅه کوو چې د لويديځ په هېوادونو کې د اسلامهراسۍ عواملو ته يوه لنډه کتنه وکړو او د داعش مستقيم او غيرمستقيم رول پرې وڅېړو.
۱:- له مسلمانانو سره مستقیمه اړیکې نه لرل
د اسلام څخه د تېښتې حس د داعش په څېر حرکتونو له امله په نړيواله کچه زيات شوی، ځکه چې د لويديځ خلک له مسلمانانو سره مستقیم اړيکې نه لري او کله چې دوی د اسلامي ارزښتونو مطالعه کوي، نو له اسلام سره مينه پيدا کوي خو چې کله د داعش وحشتونه او تخریبي عملونه ويني، نو د اسلام په اړه يې تصور بدل شي.
په حقيقت کې، د لويديځوالو او مسلمانانو ترمنځ د نږدې او مستقيم تعامل نه شتون د دې لامل ګرځي چې داعش د اسلامي تفکر د څرګندې بڼې په توګه وګڼي او داسې فکر وکړي چې که مسلمانان واک ته ورسېږي، نو وحشت، وژنې او تخریب به حاکم شي.
۲:- تخریبي او افراطي خوځښتونه
د لويديځ خلک چې کله هغه حرکتونه او کړنې ويني چې هېڅ رنګ او بوی د اسلام نه لري، نو دا فکر کوي چې اسلام همداسې دی او بس؛ بل لور ته، دا مسئله د عامو مسلمانانو او لويديځوالو ترمنځ اړيکې هم زيانمنوي، ځکه چې د لويديځوال او د هغوی رسنۍ دا تبليغوي چې که اسلام په نړۍ کې حاکم شي نو داعش او د هغه په څېر نورې زرګونه ډلې به لا پياوړې شي.
خلک به د داعش د کړنو په لیدلو سره، له هغه اسلامي نظام څخه چې پایله يې داسې وحشت وي؛ کرکه پيدا کوي او ترې تېښته کوي.
۳:- سياسي منابع
يو له هغو عواملو چې د اسلامهراسۍ د خپرېدو زمينه برابروي، د سياسي واکمنانو ګټې دي؛ هغه کسان چې د اسلامي نظام د حاکميت له امله خپل سياسي امتيازونه له خطر سره مخ ويني، تل هڅه کوي چې د اسلام څخه ويره خپره کړي، داعش، چې په نړۍ کې د داسې هدفمند حرکتونو يوه مهمه مهره ګڼل کېږي، د اسلامهراسۍ د پروسې په پياوړتيا کې مهم رول لري.
هغه کسان چې په بېلابېلو ټولنو کې د ناپاکو سياستونو او درنو لګښتونو په زور واک ته رسېدلي، له اسلامپالنې او د اسلام د پراخوالي سخت مخالف دي، ځکه چې که اسلام او عدالتمحورې لارښوونې یې عامې شي، نو د دوی د قدرت څوکۍ به ړنګه شي، د دوی جلال او عظمت به له منځه لاړ شي او خلک به له ظلم، استثمار او استبداد څخه خلاص شي.
ډېر لويديځوال په ژور خوب ويده دي او فکر کوي چې د نړۍ تر ټولو ښه ژوند لري، خو په حقيقت کې د سترو قدرتونو په دام کې بند پاتې دي، او خپل سخت ژوند د زهرجنې مسکا تر شا تېروي؛ اسلام چې د حق او حقيقت دين دی، داسې حاکم مسلط کوي چې يوازې د خلکو خدمت او اصلاح ته ژمن وي او بل هېڅ په ذهن کې و نه لري، دا يو داسې نظام دی چې د خلکو سوکالي غواړي او د بشريت د نېکمرغۍ لپاره کار کوي.
نو له دې ارزښتونو او اندونو سره، لويديځ څنګه کولی شي چې اسلام وزغمي؟ له همدې امله دوی داعش او د هغه په څېر نورې ډلې په اسلامي ټولنو کې رامنځته کوي، څو خلک فکر وکړي چې که اسلام واک ته ورسېږي، نو د نړۍ حالت به هم د هغو سيمو په څېر شي چې داعش پکې لنډمهاله حاکم و.
په هغو سيمو کې چې داعش واک درلود، وژنې، قتل، تخریب، افراطيت، وحشت او بربريت حاکم و، او دا هغه څه دي چې لويديځ يې د اسلام سره تړي، تر څو د خلکو ذهنونه له اسلام څخه واړوي.