د اسرائیل او داعش ترمنځ اړیکې د یوې ساده دښمنۍ کیسه نه ده، بلکې دا د ایډیالوژیک مخالفت، ګډو سیمه ییزو ګټو، او غیر مستقیمو همکاریو یوه پېچلې او څو اړخیزه شبکه ده، که څه هم دواړه لوري په ښکاره یو بل د مرګوني دښمن په توګه معرفي کوي، خو د دوی کړنې او په سیمه کې د دوی شتون په عمل کې ډېری وخت د یو بل په ګټه تمام شوي دي.
په نظري کچه، داعش اسرائیل یو «یهودي دولت» او د اسلام دښمن ګڼي چې باید له منځه یوړل شي، په مقابل کې اسرائیل هم داعش یو وحشي ترهګر ګواښ بولي خو دا ایډیالوژیکه دښمني په عملي ډګر کې ډېره کمه لیدل شوې، د کلونو لپاره داعش ډله د اسرائیل پولو ته نږدې په سوریه کې فعاله وه، خو پر اسرائیل یې تقریباً هېڅ کوم منظم برید ونه کړ، دا «پوځي چوپتیا» د دې پوښتنې بنسټ ږدي چې ولې د داعش لومړیتوبونه د اسرائیل پر ځای نورې سیمې وې؟
د دې پېچلې اړیکې یوه تر ټولو ښکاره بېلګه د سوریې په جنوب کې د جولان غونډیو ته نږدې د داعش سره تړلې ډلې «جیش خالد بن الولید» شتون و، دې ډلې د کلونو لپاره د اسرائیل پولې ته په څو کیلومترۍ کې حاکمیت درلود، خو له دې سره سره یې هم د اسرائیل پر وړاندې کوم لوی ګواښ رامنځته نه کړ، برعکس داسې راپورونه موجود وو چې اسرائیل د اسد د رژیم پر وړاندې د جنګېدونکو ټولو ډلو، په شمول د دې ډلې د ټپیانو درملنه په خپلو روغتونونو کې کوله.
دا وضعیت د «غیر مستقیم اوربند» یا نا اعلان شوې هوکړې شکونه پیاوړي کوي، چې له مخې یې داعش د اسرائیل دښمنان (د اسد رژیم او ایران پلوه ځواکونه) په نښه کول او اسرائیل په بدل کې د دوی پر وړاندې له جدي اقدام څخه ډډه کوله.
د دې پېچلې اړیکې تر ټولو مهم چلونکی فکتور د «ګډ دښمن» شتون دی. دواړه، اسرائیل او داعش ایران، د سوریې د بشار الاسد حکومت، او د لبنان حزب الله خپل اصلي دښمنان ګڼي/ګڼل. په سوریه او عراق کې د داعش جګړو عملاً د اسرائیل ستراتیژیکو موخو ته خدمت وکړ:
۱- د مقاومت محور کمزوری کول: داعش د کلونو لپاره د سوریې پوځ او حزب الله په یوې خونړۍ او ستړې کوونکې جګړه کې ښکېل وساتل، چې له امله یې د اسرائیل پر وړاندې د هغوی د تمرکز او ځواک کچه راټیټه شوه.
۲- د اسرائیل لپاره د عملیاتو ازاده فضا: په سیمه کې د داعش له امله رامنځته شوې ګډوډۍ اسرائیل ته دا فرصت ورکړ چې په سوریه کې د ایران او حزب الله پر اهدافو په سلګونو هوايي بریدونه وکړي، پرته له دې چې له کوم جدي ځواب سره مخ شي.
که څه هم داعش په وروستیو کې د فلسطین د قضیې په اړه خپل تبلیغات زیات کړي، خو دا تبلیغات هم په غیر مستقیم ډول د اسرائیل په ګټه دي:
ا- د داعش وحشیانه او افراطي کړنې د دې لامل کېږي چې د فلسطین مشروع مقاومت هم د ترهګرۍ په سترګه ولیدل شي، اسرائیل له دې فرصت څخه په استفادې خپل ځان د «متمدن» او مخالف لوری د «بربري» په توګه نړۍ ته معرفي کوي.
ب- داعش نه یوازې د اسرائیل، بلکې د حماس او نورو فلسطيني ډلو هم سخت مخالف دی. پر دغو ډلو د داعش ایډیالوژیک بریدونه د مقاومت لیکې کمزورې کوي او په نهایت کې اسرائیل ته ګټه رسوي.
ج- د داعش شتون نړیوال پام د فلسطین له اصلي قضیې څخه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې ته اړولی، چې په دې ترڅ کې د اسرائیل کړنې له پامه غورځېدلې دي.
په لنډه توګه، د اسرائیل او داعش ترمنځ اړیکې د ستراتیژیکې دښمنۍ او تاکتیکي همکارۍ یوه غوره بېلګه ده، په ایډیالوژیکه کچه دوی دښمنان دي، خو په عملي ډګر کې د ګډو دښمنانو شتون د دې لامل شوی چې د یو لوري کړنې د بل لوري په ګټه تمامې شي.
داعش، که په قصدي توګه وي یا غیر قصدي، د منځني ختیځ په شطرنج کې داسې رول لوبولی چې تر ډېره یې د اسرائیل امنیتي او ستراتیژیکو اهدافو ته خدمت کړی دی. د دوی تبلیغات هم، سره له دې چې په ظاهره د اسرائیل ضد دي، په حقیقت کې د فلسطین قضیې ته زیان رسوي او د اسرائیل لپاره د تبلیغاتي استفادې زمینه برابروي.