ازادي د الله تعالی لوی نعمت او پيرزوينه ده؛ چې غيورو انسانانو ته يې په برخه کوي، ازادي يوه داسې فارموله ده چې انسانانو ته د نوي او خواږه ژوند احساس ورکوي.
ازادي د هر هېواد او ټولنې په وګړو پورې اړه لري، له ملي حاکميت، سياسي تداوم او ځمکنۍ بشپړتيا څخه برخمنتیا او د پرديو هېوادونو له استعمار و اشغال څخه خلاصون ته ازادي وايي، دا د هر هېواد حق دی؛ چې خپله آزادي ولري او ټول ولس د ازادۍ له خونده برخمن شي.
په (۱۳۸۰) م هجري لمريز کال، امريکايي ځواکونو زمونږ پر ګران هېواد حمله وکړه او زمونږ خاوره يې اشغال کړه، خو زمونږ مېړنيو مجاهدينو او ولسونو، چې د شهامت او مبارزې له پلوه د پوره ايمان خاوندان وو؛ له خپل هېواده په کلکه ساتنه وکړل او افغانستان يې له اشغالګرو ازاد کړ.
افغانان چې هېڅ کله د پردي پالو تر استعمار لاندې ژوند نه غواړي؛ هم هغه وو چې د مغرورې امريکا پر وړاندې یې په تش لاس د مبارزي ميدان ته راودانګل او ستره ماتې یې ورکړه، بالآخره په (۱۴۰۰) م هجري لمريز کال د اسد په ۲۴ مه نېټه د هېواد د خپلواکۍ اعلان وشو او په افغانستان کې یو بشپړ اسلامي نظام حاکم شو.
امريکايان په افغانستان کې د داخلي غلامانو په ملتیا پوره شل کاله وجنګيدل، ډېري ناخوالي يې ترسره کړې، بې شمېره بې ګناه هيوادوال يې په شهادت ورسول، عامو وګړو بېلابېلي ناخوالي تجربه کړې، دوی له هيڅ ډول وحشت څخه دريغ و نه کړ، چې ترسره کړي وحشتونه يې هيڅ افغان او مسلمان ته د بښنې وړ نه و.
د اسد ۲۴ مه، د ازادۍ د دریمې کلېزي لمانځل؛ د ټولو افغانانو ملي او وطني وجيبه ده، چې په دغې پرتمينې او وياړلې ورځ کې په پراخ ډول شرکت وکړي، د خپلو اتلانو او غازيانو تلپاتې کارنامې بيان کړي او له همدې ځايه يو بل ته د اخوت او يووالي لاسونه ورکړي؛ ترڅو چې د يوه پرمختللي او سوکاله افغانستان لپاره قدمونه واخيستل شي.
راځئ! د ازادۍ له ورځې تجربې او زده کړې وکړو، د خپلو اتلانو په لاره تګ وکړو، دوی مونږ ته هېواد آزاد کړ، مونږ یې باید ورغوو، خپلې خاورې ته درناوی ولرو، پرېنږدو؛ چې نور دې زموږ پر خاوره دښمنان لوبې وکړي.
د آزادۍ دريمه کليزه دې افغان مؤمن اولس او ستړي ستومانه غازیانو ته مبارک وي.