د افغانستان د تاریخ پاڼې د ویاړونو او قربانیو له وینو رنګینې دي، خو د ۲۰۲۱ میلادي کال د آګسټ ۱۵ مه او د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په څلورویشتمه یوه داسې ورځ ثبت شوه چې د ازادۍ، ایمان او عزت زنګ یې په ټوله نړۍ کې وغږاوه. دا هغه ورځ وه چې د اسلامي امارت مجاهدینو د شل کلن جهاد وروستۍ پایله ترلاسه کړه او د کفري یرغل وروستی سنګر یې د کابل له ارګ څخه ونړاوه.
دا ورځ یوازې د یوې سیاسي بریا ورځ نه وه، بلکې دا د هغو سلګونو زرو شهیدانو د ارمان ورځ وه چې د الله د کلمې د لوړتیا او د وطن د آزادۍ لپاره یې خپل سرونه د شهادت په ګاڼه وپسولل، هره کوڅه، هره دره، د هر غره لمن د دې قربانیو شاهد ده، د اسلامي امارت مجاهدینو د ایمان په وسله، د صبر په سپر او د توکل په زغره داسې جګړه وکړه چې نړۍ یې حیرانه کړه.
د پرمختللو ټانکونو، بمباریو او ټکنالوژۍ پر وړاندې یې د تکبیر او جهاد غږ پورته کړ او ویې ښودله چې کله الله د یو ملت مل وي، نو هېڅ ځواک یې ماتولی نشي، د اسد په څلورویشتمه، د کابل اسمان د تکبیرونو په غږونو ولړزېد او د ازادۍ رپېدونکي بیرغونه د خلکو د اوښکو، موسکا او تکبیرونو په ګډه رنګین شول، دا ورځ د امید ورځ وه، د ذلت له زنځیرونو د خلاصون ورځ وه، او د اسلامي حاکمیت د بیا ټینګښت ورځ وه.
دا بری یوازې د یوې ورځې معجزه نه وه، دا د شلو کلونو له اوږده مزل وروسته ترلاسه شوې پایله وه، هغه مزل چې په کې مجاهدینو د واورو پر سر شپې تېرولې، د دښمن د چاپو او بمباریو پر وړاندې ټینګ ولاړ ول او د لوږې، تندې او بې وسۍ باوجود یې د ایمان سنګر پرې نه ښود.
د مجاهدینو سرښندنې یوازې په جګړه کې نه وې، بلکې هغوی د خلکو د ساتنې لپاره خپل ځانونه سپر کړل، د ولس عزت یې وساته، د یتیمانو سرپرستي یې وکړه او د شهیدانو کورنۍ یې د خپل ځان برخه وګڼله. د هغوی دا قرباني او اخلاق د دې ملت زړونه ورسره یوځای کړل، د شهادت کیسې د دې مزل تر ټولو روښانه بابونه دي، هغه ځوانان چې د نکاح نه مخکې یې د جهاد سنګر ته منډې وهلې، هغه پلرونه چې د خپلو زامنو د جنازې پر سر یې وویل: «الحمد لله چې زما زوی د الله په لار کې شهید شو» – دا ټول د دې بریا بنسټونه ول.
د اسد په څلورویشتمه، افغانستان یو ځل بیا د اسلامي حاکمیت تر سیوري لاندې راغی، دا ورځ د دې وطن د ازادۍ او د امت د عزت نښه شوه او نړۍ ته یې وښوده چې که ملت یو موټی شي، نو د نړۍ تر ټولو ځواکمن یرغلګر هم په ګونډو کېنولای شي، د اسلامي امارت راتګ د دې ملت لپاره یوازې د جغرافیې آزادول نه وو، بلکې د عقیدې، کلتور او ارزښتونو ژغورل هم وو. دا ورځ د دې ثبوت شوه چې جهاد یوازې د وسلو جګړه نه ده، بلکې د صبر، حکمت او یووالي مبارزه ده.
نن چې موږ د اسد د څلورویشتمې کلیزه لمانځو، باید د هغو ټولو وینو، قربانیو او دعاګانو قدر وکړو چې د دې ورځې د را رسېدو سبب شوې. باید د وحدت، خدمت او ایمان په لار روان پاتې شو، څو د دې حماسې لاسته راوړنې تلپاتې وساتو.