زوکړه او زده کړې یې:
د شجاعت او مېړانې دنګ منار، د راسخې عقیدې، قوي هوډ او ارادې څښتن، د حق د لارې غښتلی مبارز، د لوړ جهادي فکر او خاموش طبيعت درلودونکی مجاهد شهید، سعید نثار احمد “مخبت ” د خواني زوی، د عزيزخان کاکا لمسی، د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شنېز د ښکلې او شهید پرورې درې د چهاردهي د کلي اوسېدونکی؛ په ( ١٣٦٩ ) ه. ش کال یې دې فانې نړۍ ته په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کې سترګې وغړولې.
نثار احمد کوچنی ماشوم و، چې پلار یې تر لاس ونيو او د خپل کلي د جومات ملا امام ته یې، د لومړنیو دیني زده کړو او ابتدايي عقيدوي درسونو په پار وروست، لومړنۍ دیني زده کړې يې د جومات په ماحول کې ترسره کړې.
وروسته د باغک په عالي لېسه کې شامل شو، هلته یې تر دوولسم ټولګي پورې درسونه ولوستل، له فراغت سره سم د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځۍ د ریاضي څانګې ته بریالی شو.
د ليسانس دورې د زده کړو تر څنګ یې د غربي ښکیلاک په مقابل کې خپله جهادي ذمه واري هم ادا کوله، د پوهنتون رخصتۍ یې په جهادي مبازه کې تېرولې، وخت نا وخت به له پوهنتون څخه د ننګرهار، کنړ او لغمان ولایتونو ځینو ولسوالیو کې د مجاهدینو سره اوږه پر اوږه جهادي سنګر پاله.
له جهاد سره د خپلې زیاتې علاقمندۍ له امله دغه مینه دومره پرې غالبه شوه، چې پوهنتون یې په اووم سمستر کې پرېښود.
هغه به ویل: نور نه شم کولی له خپلو مجاهدینو وروڼو څخه لرې و اوسم.
شهید نثار احمد مخبت په جهادي ډګر کې:
مخبت یو متعهد، خدمتګار او مجاهد شخصیت و، چې د بهرنیانو لخوا د هېواد ښکیلاک یې زړه ناارامه کړی و.
د خپل مشر شهید محمد جمال ابو منصور ( تقبله الله ) تر شهادت وروسته؛ د خپلو مجاهدینو ملګرو لخوا د قوماندان په حیث ومنل شو.
په پلان او جنګي تکتیک کې الله ﷻ ښه استعداد ورکړی و.
هغه له اسلام څخه واقعي فهم درلود، عقیدوي مجاهد و، زما په یاد دي، د دري ورځني اوربند په ورځ چې ځینې مجاهدین د جمهوري ادارې له اردو سره غاړه غړۍ شول، مخبت د خپل مرکز سره څنګ ته ناست و او ژړل یې، خپلو ملګرو ته يې له مرکز څخه هېڅ خوا ته د تګ اجازه نه ورکوله.
کله چې د ننګرهار په ولایت کې د خوارجو (داعشیانو ) په مقابل کې مبارزه پیل شوه، شهید مخبت د مجاهدینو د نوي تشکیل د قوماندان په حیث د ننګرهار ولایت ته وکوچېد، هلته یې د غرب نوې جوړه شوې پروژه، خوارج سخت وځپل، ډېرې سیمې یې د دواعشو له شتون څخه پاکې کړې. کله چې اشغالګرو د مجاهدینو پرمختګ د دواعشو په مقابل کې ولید، نو سمدستي لاس په کار شول، په شهید مخبت او ملګرو یې په خپل ټول توان سره د شپې لخوا چاپه ووهله. د شهید مخبت سره هلته تللي مجاهدین یې اکثره شهیدان کړل، خو مخبت خپله له چاپې څخه ژوندی پاتې شو.
شهید مخبت په هغه وخت کې د دې چاپې حال داسې بیان کړ:
زموږ ملګري دوه تقسیمه وو، نیم په مرکز او نیمایي نور په یو مسجد کې چې دوه منزله و اوسېدل، زه خپله په مسجد کې وم، چې کله شپه شوه نو فضا بیخي زیاتو الوتکو ونیوه او سیمه یو شمېر اشغالګرو فوځیانو شا و خوا محاصره کړه، د مجاهدینو له کلک غبرګون سره مخ شول، اشغالګرو نه شوای کولی چې موږ ته نږدې راشي، له لږ ځنډ وروسته یو قوي ټک وشو، زما په سترګو تیاره خوره شوه، خو وروسته چې کله په حال کې شوم، ګورم چې نیمایي بدن مې تر خاورو لاندې شوی دی، دوړې پورته کېدلې او د بارودو بوی لګېده، جومات یې بمبارد کړ؛ جومات پر موږ را ړنګ شو او زموږ اکثره ملګري شهیدان شول، زه خپله او راسره یو ملګری مې د جومات په را ړنګو شوو خاورو کې نیمایي لاندې شوي وو، ما خپل لاس له خاورو څخه را وښکل او خپل ټوپک مې د راغلو یرغلګرو او غلامانو په طرف سم کړ، ملګری مې سخت ټپي و او له خپلو ټپونو څخه کړېده، په همدې وخت کې ډرون راباندې بل ګوزار وکړ او د جومات پاتې برخه هم را ړنګه شوه. مګر زه بيا ژوندی پاتې شوم، خپل هدف ته ګوته په ماشه وم، خو یرغلګر زموږ په طرف را نغلل، بلکې د مجاهدینو مرکز ته ورغلل هلته هم مجاهدین شهیدان شوي وو.
بالاخره دوی ( دوښمنان ) بېرته خپلو الوتکو ته پورته شول او ولاړل، مجاهدین او د کلي خلک راغلل شهیدان یې ټولول، یو وخت موږ ته هم راورسېدل او زه یې له خاورو څخه را وایستلم خورا زیات ټپي شوی وم، بدن مې په وینو سور و، وینه مې زیاته ضایع کړې وه، په سترګو مې تیاره راتلله، بیا زه مجاهدینو روغتون ته یوړم او شهیدان یې خپلو کورونو ته انتقال کړل.
شهادت:
یو ملګري يې د شهادت کیسه داسې کوله.
مازديګر مهال فضا الوتکو اشغال کړه، موږ پر دې وپوهېدو چې نن شپه چاپه کېدونکې ده، د ماخوستن له جماعت وروسته سمدستي الوتکو بمبارد شروع کړ، موږ دوه تقسیمه شوو، بیا تر سهار یو د بل له حال نه وو خبر، شپه لکه د محشر تېره شوه، نوی سهار کېدونکی و، تیارې لا هم خپله لمن په بشپړه توګه نه وه ټوله کړې، د مخبت د شهادت غږ پورته شو، موږ په هغه طرف باندې ور روان شولو، هغه ځای ته په رسېدو مو په لومړي نظر کې یو ناست کس ولید، چې بل کس یې پر ګونډه سر اېښی، په بیړه ورنژدې شوو، په خپلو سترګو مې باور نه کېده، حیران پاتې شوم، د وقاد له سترګو مړې اوښکې بهېدلې، معتصم یې پر زنګانه سر اېښی وو، پر مخ یې ځای، ځای د سرو وینو خاپونه او يو دوه ژور ټپونه وو، د سینې سر یې هم ځای، ځای سوری او په شهیدو وینو رنګین و، ورته کېناستم مخ ته مې یې د تلیفون څراغ روښانه کړ، خورا ښایسته ښکارېده، سپین مخ یې زېړ او د وینو په خاپونو او ټپونو ښایسته شوی و، وقاد د شهید معتصم سر ماته په غېږه کې راکړ، ژړغوني یې راته وویل: زه مخبت او بلال ګورم، زه د شهید معتصم څنګ ته کېناستم، سر مې یې په زنګانه کېښود، پر ځان سم نه پوهېدم لکه لېونی غوندې ورته لګیا شوم، ما وېل معتصمه خیر دی پورته شه! ټوکې مه کوه! خیر دی، ملګري مه ځوروه… خو معتصم په نوي ژوند کې زما له خبرو بې پروا پروت و، هېڅ ځواب یې نه راکاوه. زه لا ورته په خبرو وم، چې له موږ یو څه وړاندې د ژړا او سلګیو غږونه پورته شول، د معتصم شهید سر ته مې خپل څادر ورلاندې کړ او ترې پورته شوم په منډه د سلګیو لوري ته ورغلم، د سنځلې تر ونو ورتېر شوم، یو څه نورې ونې وې، لاندې ترې له قیامت څخه هم سخت منظر قائم و، په زړه کې مې ویل: لکه چې خوب وینم، په خپلو سترګو مې لاس راتېر کړ، د ښي لاس پر ګوتو مې د چپ لاس مټ سره کلک کړ، خوږ شوم په هوښ کې راغلم.
نه، نه خوب نه و، هرڅه رښتیا وو، مخبت پر مخ یوه پوره ضربه لګېدلی و، یوازې پوزه او خوله یې جوړ وو، نور وجود یې هم سختې ډېرې پارچې خوړلې وې؛ ټول بدن یې ټپ-ټپ و، یوه پښه یې داسې لګېدلې وه، چې هډوکي یې له ورایه معلومېدل، داسې معلومېده لکه اشغالګرو چې د خوارجو وار ( بدل) ځینې اخیستی وي، مخبت په ننګرهار ولايت کې خورا زیات دواعش وژلي وو، لږ پورته بلال داسې ټوټه-ټوټه پروت و، چې سترګې یې له لیدلو عاجزې وې، تر دې چې د وجود ټوټې یې د سنځلې په ونو کې هم بندې وې. داسې ښکارېدل لکه د خزان سیلۍ چې ګلابونه پاڼې-پاڼې رژولي وي.
د دښمن د دغه سترو او پېچلو عملیاتو دا شپه چې تر سهاره یې بمبارد وکړ، سپکې او درنې اسلحې یې وکارولې او د خلکو او مجاهدینو په وړاندې یې له ټول وحشت څخه کار واخیست. د مجاهدینو دا ستر ټاټوبی، د شهیدانو کور، د غازیانو ټینګ مورچل او د دښمن لپاره پل صراط د شنیز ښکلې دره یې د دوو اتلو قوماندانانو (شهید نثاراحمد”مخبت” او انجنیر حیات الله”همت”) او 11 نورو شهیدانو د ویر پر ټغر کښېنوله.
نحسبهه کذالک والله حسیبهم
د شهادت نېټه:
١٣٩٧ ه.ش کال د جدی نهمه نېټه د یکشنبې خونړۍ شپه.