سرچینو المرصاد ته ویلي چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی پلان لري چې د شر و فساد له ډلو سره د همغږۍ زیاتولو لپاره یو پلاوی ترکیې ته ولېږي.
د سرچینو په خبره، د پاکستان استخباراتي سازمان غواړي چې د شر و فساد ډلو له مشرانو سره نږدې همکارۍ رامنځته کړي او په دې ډول په افغانستان کې ناامنۍ او ګډوډۍ ته لمن ووهي او د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد له دې ډلو سټراټيژيکه او تکتیکي استفاده وکړي.
د پاکستان استخبارات داسې مهال د مفسدینو له ډلو سره د همکاریو او همغږیو پراختیا ته کار وايي چې له ډېر وړاندې یې لا د داعشیانو له خراسان څانګې تکتیکي استفاده پیل کړې او په افغانستان کې دننه یې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره استعمالوي. د امنیتي سرچینو تازه معلومات ښيي چې پاکستاني استخباراتو په بلوچستان کې داعش ته نوي روزنیز مراکز جوړ کړي او هلته یې په سیمه او نړۍ کې د بریدونو ترسره کولو لپاره روزي.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد، هم څه موده وړاندې په یوه اعلامیه کې تایید کړې وه چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش لپاره روزنیز مراکز جوړ شوي او د هیواد په وروستیو ناامنیو کې ښکېل زیاتره داعشیان له پاکستانه افغانستان ته رااوښتي دي.