داعشیانو د سوریې په دیرالزور ولایت کې له شتمنو خلکو او شرکتونو په زور د پیسو اخیستلو د عملیاتو په لړ کې تازه پر یوه نفت وړونکي ټانکر برید کړی دی.
د سوریې د بشر حقونو د څار تنظیم ویلي چې دا ټانکر د دیرالزور په لوېدیځ کې د الکبر او الجزرات کلیو ترمنځ داعشیانو په نښه کړی دی. د برید له امله د ځاني تلفاتو اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی، خو ټانکر زیانمن شوی دی.
دیر الزور هغه سیمه ده چې زیاتره د کرد ملېشو تر تسلط لاندې ده او داعشیان هم فعالیت پکې لري. په دې ولایت کې داعشیان له ډیرې مودې راهیسې د اقتصادي پروسې تر عنوان لاندې شتمن کسان او نفتي شرکتونه ګواښي او پیسې ترې غواړي او که وریې نکړي نو پر دوی او یا هم شتمنیو او املاکو یې بریدونه ترسره کوي.