پاکستان کې داعشيانو ته د مطلوبو کسانو هدفي لیست له هغه داعشي ترلاسه شوی چې د داعشیانو په لیکو کې دننه له پاکستاني استخباراتو سره په ارتباط کې و. یاد شخص د پاکستان د اورکزیو او بلوچستان په مراکزو کې روزنه لیدلې ده.
د سرچېنو په خبره، له دې کس څخه نور هم ډېر مهم اسناد او معلومات ترلاسه شوي دي.
د چارو د شنونکو له انده، داعشي خوارج یوه داسې پروژه ده چې استخباراتي سازمانونه ژور نفوذ پکې لري او د خپلو داخلي او خارجي مخالفینو پر ضد کار ترې اخلي.