ابوبکر خپلواک
د مطالعه اراده مې یې نه درلوده، ځکه لدې مخکې مې هم په یاده موضوع د دروند استاد زاهدي احمدزي صاحب الغزوة الفکري او د استاد عبدالهادي مجاهد فکري جګړه لوستې وه، خو کله چې مې د کتاب په سریزه کې د لیکوال هغه غوښتنه ولیده چې له معارف وزارت او نورو تعلیمي ادارو یې غوښتي و چې کتاب مې په نصاب کې راته شامل کړی ځکه یې زه بنده هم لوست ته لیوال شوم، دادي پاڼه په پاڼه مې تر پايه ولوست. اوس مسؤلینو ته د خیرخواهۍ په نیت ور یادوم؛
د مکتب نصاب هم د مدرسې په شان خپلې ستونزې او کمۍ لري، خو دومره نه لکه څومره چې تصور او ذهنیت موجود دئ، طالب د مکتب په نصاب د ماډرنېزم او مکتب وال بیا په د مدرسې په نصاب د زیاتې مخینې له وجې نیوکې کوي، تر ډېره د دوي نیوکې په اعتدال نه دي ولاړې، ممکن سبب یې هم د مکتب او مدرسې تر مینځ ایجاد شوي واټن وي.
مفتي نورلله عزام نور نه پیژنم، یوازې دومره خبر یم چې په بهرنیو چارو وزارت کې امارتي مسول او چارواکی دی، د فکري روزنه دغه کتاب یې په ۲۵۰ صفحو کې دوه کاله مخکې چاپ کړی، کتاب په نهایت روانه پښتو لیکل شوی، تقریباً له ۱۰۰ کتابو څخه لیکوال پکې مستفید شوی.
لیکوال تر آخره په کتاب کې خپل معتدل دریځ او قلم ساتلی، د زاهدي صاحب له کتاب ځکه راته بهتر ښکاره شو چې ثقیل لغات نلري، دا د تعلیمي نصاب د یو کتاب تر ټولو مهمه ځانګړنه ده، د مجاهد صاحب له فکري جګړې یې ځکه خوند زیات و چې لیکوال په هر موضوع کې استناد کوي، تعریف او تاریخي موضوع په یو معتبر کتاب پورې تړي.
ښکاري چې لیکوال کتاب ته اساسي فکر کړی او د همدې سترې موخې لپاره چې کتاب یې د تعلیمي نصاب جوګه شي محتاط ګامونه اخیستي، ځیني لیکولان د کفر او غرب سره د زیاتې دوښمنی له وجې په خپلو لیکنو، تبصرو او اقوالو کې یوازې د غرب غنده کوي او بدي یې بیانوي، پدې فکر نه کوي چې دفعې او دواء درمل یې څه دي.
مفتي صاحب په ابتداء کې لوستونکی قانع کوي چې فکري جګړه څومره اهمیت لري، په مخینه او تاریخ یې رڼا اچوي، په تسلسل سره د فکري مکاتبو مخونو ته بجلي نیسي ترڅو د کمزوري دید لرونکي یې هم درست وویني، د استشراق، صلیبي جګړو، الحاد، سیکولرېزم، تنصیر او تغریب له تعریف او څېړنې وروسته د دوي په مقابل تر ټولو د موثرې اسلحې په استعمال غږیږي. د اسلامي نظام، فکر او تمدن پر مټ د پورته بلاو سره د مقابلې لارې چارې روښانوي، ځوان ته د ویښابه فکر ور ترزیقوي.
که د پوهنې وزارت محترم مسؤلین یاد کتاب د یوې ټاکل شوې کمېټې په واسطه تر نظر تېر کړي، که ضرور وي د لیکوال سره په همانګۍ دې پکې زیاتونې او کمونې هم وکړي او بیا دې یې نصاب ته زیات کړي. دا به د نظام او مسؤلینو په ځوان کهول یو ستر احسان وي، په نصاب کې به شته تشه په واقعي معنیٰ سره ډکه شوې وي.
د ۱۴۰۱ کال د جدی ۳مه. کابل افغانستان.