دخوارجو عقيده د لوی امامت یا ستر مشرتوب په اړه
دا د خوارجو له پيدايښت راهيسې تر اموي دولت او د عباسي دولت د لومړنيو مرحلو پورې د دوی لويه مسئله وه، دوی عملاً د امامت د مسئلې له امله د خپلو مخالفو واکمنانو پر وړاندې توره راويستله، ځکه چې نه يوازې د دې مخالف و چې دوی ته دې د خپل امام د ټاکلو حق ورکړل شي، بلکې د واکمنانو داخلي سياست يې هم نه خوښاوه.
دوی فکري لحاظ هم د امام د شخصیت، ځانګړتیاوو او د هغه د ټولنيز رول په ټاکلو بوخت و، خو کله چې خبره د دوی ترمنځ وه، دوی د خلافت له ترلاسه کولو څخه ځان شا ته کاوه، خو د خپلو مخالفينو پر وړاندې يې هيڅ نرمي نه کوله.
د امامت حکم د خوارجو له نظره:
امامت يو مهم منصب او ټولنيزه اړتيا ده، ځکه چې خلک تر هغه وخته امن او ثبات نه شي موندلی، ترڅو چې يو حاکم نه وي، چې د ټولنې وروستی مرجع وي، د اختلافاتو حل راوباسي او امت وساتي، دا خبره د ټولو عقل لرونکو خلکو له خوا منل شوې ده، خو خوارج پدې اړه په دوو ډلو ویشل شوي دي:
لومړۍ ډله: دا د خوارجو عام اکثريت دی، چې دوی د امام ټاکل واجب ګڼي، د هغه تر بیرغ لاندې ژوند کول لازم بولي او تر هغه پورې ورسره د جګړې وجوب مني، ترڅو چې امام د دوی له نظره د سمې لارې پلوی وي.
دويمه ډله: دا د محکمې، نجدات او ځینې د اباضیه ډلې دي، دوی باور لري چې که خلک يو له بل سره انصاف وکړي، نو د امام اړتیا نهشته؛ خو که اړتيا پېښه شوه، نو امام کېدای شي له هر قوم څخه وټاکل شي، تر څو چې د امامت وړتیا ولري.
د دوی دلایل:
۱:- دوی د “لَا حُکْمَ إِلَّا لِلَّهِ” (حکم يوازې د الله لپاره دی) شعار ته استناد کوي، چې ظاهراً دا معنا لري، چې حکومت ته هېڅ اړتیا نشته.
۲:- دوی وايي، چې حکم د انسانانو کار نه دی، بلکې دا الهي قدرت ته خاص دی.
۳:- اصلي اړتیا د شريعت پلي کول دي او که خلک پخپله شریعت نافذ کولی شي، نو بیا د خلیفه ټاکلو ته اړتیا نشته.
۴:- امکان لري چې امام له یوه کوچني ګروپ سره پاتې شي او له اکثریت څخه لرې شي، چې دا به د امام شتون بېګټې کړي.
۵:- رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو خلفاو لپاره مشخص لارښود نه دی ورکړی.
۶:- د قرآن په هیڅ ځای کې د امام د حتمي شتون یادونه نه ده شوې، بلکې یوازې د “وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ” (د دوی چارې د مشورې له لارې ترسره کېږي) حکم راغلی.
خو، آيا دا ډله په خپل نظر پاتې شوې؟
نه، ځکه چې محکمې د جلا کېدو پر مهال عبدالله بن وهب الراسبي خپل مشر وټاکه، نجدات د جلا کېدو پر مهال نجدۀ بن عامر ته مشري ورکړه او د اباضيه په اړه دا ادعا شوې، چې دوی د امام له ټاکلو انکار کوي، خو د دوی اصلي منابع چې زه ورسره مخ شوی یم، دا ردوي او دا نظر د دوی مخالفینو ته منسوبوي، چې د دوی پر ضد يې ناسمه تبليغاتي پروپاګند کړې ده.
د خوارجو له نظره د امام د ټاکلو شرطونه:
خوارجو د امامت لپاره سخت شرطونه ايښي، چې دا دي:
۱:- امام باید د دوی له نظره پر اسلامي عقيده کلک ولاړ، مخلص او متقی وي.
۲:- پیاوړی شخصیت، قوي هوډ، ښه تفکر، زړورتیا او عزم به لري.
۳:- د ګناهونو او لهو لعب سره مينه ونه لري.
۴:- که څه هم توبه يې کړې وي، خو باید هېڅ لویه ګناه يې نه وي کړې.
۵:- باید د ټولو مسلمانانو په رضا وټاکل شي، د ځینو انتخاب د نورو لپاره کفایت نه کوي.
د دوی ظاهري شعار دا و، چې امام باید د نسب او قوم له لحاظه غوره نه وي، مګر د دوی په باطن کې تعصب موجود و؛ دوی دا هم ويل، چې امام د “اهل الحل والعقد” (د اهل حل او عقد شورا) په رضا سره ټاکل کېږي، خو دا یو اسلامي اصل دی، چې خوارجو نوی نه دی راوړی، لکه څنګه چې ځینې مستشرقین د خوارجو د تبلیغ لپاره وايي.
دوی د “الخلافة في قريش” (خلافت د قريشو حق دی) صحيح حديث ته پاملرنه ونه کړه او نه یې د امامت لپاره د قريشي نسب شرط منلی.
د مفضول امام ټاکل:
خوارجو په دې اړه هم اختلاف درلود، چې که غوره شخص موجود وي، نو آیا له هغه کم وړ کس امامت ته ټاکل کېدای شي؟
۱: یو شمېر خوارجو دا نه منله او ویل یې، چې دا کار ناسم دی او امامت د غوره کس حق دی.
۲: بلې ډلې یې دا روا بللو او باور یې درلود چې امامت د غوره کس د شتون سره هم د کمتر وړ کس لپاره صحيح کېږي.
د ښځې امامت:
امامت یو لوی مسئولیت او دروند بار دی، چې پراخ فکر، قوي بصيرت او ځانګړي مهارتونه غواړي، چې الله جل جلاله زیاتره دا ځانګړتیاوې نارینهوو ته ورکړي، دا خبره د دې لپاره بسنه کوي، چې الله جل جلاله د خپل دین د رسولو لپاره نارینه غوره کړي دي، ټول اسلامي علما متفق دي، چې خلافت د ښځو لپاره مناسب نه دی.
خو د خوارجو له جملې څخه “الشبيبية” فرقه د ښځو امامت ته جواز ورکوي او د دې دليل دا راوړي، چې شبيب وروسته له دې چې له دنيا ولاړ، نو غزالة (چې ځينې يې ښځه او ځینې يې مور بولي) يې د مشرې په توګه وټاکله.