داعش یو خطرناک سرطان

شاکر محمود

#image_title

داعش یوه داسې پدیده ده چې بدمرغي او ذلت یې هر چا ته څرګند دی، دا ډله په اصل کې د خلکو د ذهنونو د منحرفولو او د اسلامي جهاد د بدنامولو لپاره جوړه شوې وه، څو خلکو ته دا غلط پیغام ورکړي چې اسلامي جهاد بریا نه لري.

 

خو په اسلامي فکر کې تل یو بدیل موجود دی؛ چې الله تعالی جل جلاله تل داسې دیني رجال او فدایان لري، چې د دې ډول حرکتونو د له منځه وړلو لپاره راپاڅيږي.

 

د افغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره، داعش خپل شوم پلانونه ناکامه ولیدل، ځکه که دوی واقعاً د اسلامي نظام د جوړولو په اړه ژمن وای؛ نو د افغانستان اسلامي امارت به یې ملاتړ کړی وای، خو دا ډله، چې د امت اسلامي د بدن سرطان دی؛ یوازې د خپلو شومو اهدافو لپاره هڅه کوي چې د جهادي تشکیلاتو او اسلامي نظام بدنامي وکړي.

 

له همدې امله، هر مسلمان، په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو ته اړتیا ده، چې د اسلامی امارت د ساتنې لپاره د دښمن په اړه پوه شي او د دوی د شومو موخو مخه ونیسي.

 

باید د دښمن تکتیکونه وپېژنو؛ ترڅو د اسلامي نظام د سالم فکر د زیانمنېدو مخه ونیسو او دوی ته فرصت ورنه کړو، ترڅو هغه سپيڅلې لاره خرابه کړي چې د زرګونو شهیدانو په وینو رنګینه شوې ده، د اسلامي نظام ساتنه او ملاتړ د افغانستان د ټولو وګړو یوه ګډه دنده ده.

 

دا سرطان باید له بدن څخه پرې شي او د دې لپاره علماء، مسلمانان، او په ځانګړې توګه د افغانستان ولس؛ اړ دي چې د داعش د شوم نیت او پټو موخو په اړه خلک پوهاوي ته راوبلي او د دې سرطان د وده کولو مخه ونیسي.

 

د داعش د ودې مخنیوي لارې:

١: د دې خوځښت شوم نیت او ظلم بیانول؛

خلګ باید په دې پوه کړل شي، چې داعش په مسلمانانو کوم کوم وحشتونه تر سره کړي، باید په دې قضیه کې ټول امت، په ځانګړې توګه علماء، کلیدي رول ولري.

 

٢: د داعش پټې موخې بیانول؛

د خلکو د پوهاوي لوړولو لپاره اړینه ده، چې د داعش د پټو موخو په اړه وضاحت ورکړل شي او په علمي مرکزونو او غونډو کې دا موضوعات وڅېړل شي.

 

٣:د خلکو متحد کول د داعش پر وړاندې؛

باید خلک بسیج کړو چې داعش یو خطرناک سرطان دی او باید مخنیوی یې وشي، دا اقدام هغه وخت مؤثر وي چې ټول خلک یوځای شي او دې باور ته ورسېږي، چې دا خوځښت یوه شومه پدیده او سرطان دی، چې باید مخه یې ونیول شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version