کله چې د داعش خوارجو مشر ابو عمر البغدادي په ۲۰۰۷ کال کې د خپلې ډلې (عراق اسلامي دولت) عقاید یا کړنلاره په ۱۹ جلا مادو کې اعلانوله، همغه مهال دې ډلې د خپلو کړنو په ناوړه تاریخ کې ګڼې داسې پېښې درلودې چې له دې منشور سره یې په ټکر کې وې، ددې تر څنګ د یادو ۱۹ مادو په لوستنې سره څرګندېده چې دوی ته یوازې خپل ځان واقعي مسلمان ښکاري او نورو ته د مرتد، مشرک او کافر په سترګه ګوري، ځکه خو په ډېر سرعت سره د نورو د تفکیر لپاره اقدام کوي، حتی د مسلمان وژنه او د هغوی د مال او شتمنۍ لوټل هم ورته جایز، بلکې واجب ښکاري.
د نورو مسلمانانو د وژنې لپاره یې له اشغالګرانو سره مرسته، سکولریت او ورته نور ښه دلایل وو او دي، څو له دې لارې د هغوی پر اموالو او نوامیسو سوداګري وکړي او خپل یې وګڼي.
دوی په خپل منشور کې بیا بیا د اشغالګرو کلمه کارولې ده، چې ظاهران یې هغه مهال په عراق کې مېشت امریکايي سرتېري وو، چې له شک پرته اشغالګر و، خو دا هم واقعیت و چې داعش اشغال ضد نه، بلکې خپله د همدې اشغال یوه داسې برخه وه چې د اسلام او شریعت له نامه څخه یې د هغوی په ګټه سوء استفاده کوله او دا تناسب یې تر ننه پورې روان دی او د دوی خراساني میراث خواره هم په سیمه او تر یوه حده افغانستان کې دا فارمول تطبیق کوي.
د دوی د منشور په لومړۍ ماده کې راځي چې موږ د شرک د ټولو مظاهرو او د ابرازو د تحریم هوډ لرو، حال دا چې دوی خپله هم په ډېرو مواردو کې خپلو یرغملو او برمته شوو ته ویلي چې اوس دې مرګ او ژوند زموږ په لاس کې دی، ګڼ کسان یې بې محاکمې او بې دلیله وژلي او وژنه یې هم بیخي د حیواناتو د قربانۍ په څېر ده چې انساني کرامت یې کاملا تر پښو لاندې کړی دی.
دوی د همدې شعار تر سیوري لاندې ګڼ قبرونه او د اولیاوو زیارتونه له یوې مخې تخریب کړي دي، حال دا چې کله چې صحابه کرامو ایران، شام او مصر فتحه کړل، هېڅ قبر یې ویجاړ نه کړ، بلکې د حضرت ابراهیم او دانیال قبر ته یې درناوی وکړ، د منشور دویمه ماده کې یې پر شعیه مذهبو رافضي ټاپه وهلې ده، د مشرک او مرتد په سترګه ورته ګوري او په خپلو ګڼو بریدونو کې یې شعیه مسلمانان هدف ګرځولي دي، دوی خپلو پیروانو ته په ښکاره وايي چې شعیه مسلمان نه دي او وژنه یې جایزه، بلکې واجب ده، چې دا مذهبه تفرقه او فتنه یې بیا هم په اسلام کې د خوارجو د میراث یاد تازه کوي.
په درېیمه ماده کې یې ساحر ته هم کافر او مرتد ویلي چې قتل یې واجب دی، ورپسې اهل سنت ګنهګار مسلمان چې قبلې ته لمونځ کوي، د شرابو، زنا او سرقت په سبب تر هغو کافر نه دی چې هغه حلال ونه ګڼي.
په لسمه ماده کې وايي چې د خدای تعالی په لاره کې جهاد د اندلس له سقوط څخه وروسته د مسلمان مېشتو ښارونو د ازادۍ لپاره پر ټولو افرادو عیني واجب دی او د کفر څخه وروسته تر ټولو ستره ګناه د خدای په لاره کې له جهاد څخه نهې ده، حال دا چې جهاد عیني واجب دی، خو که د داعش په کړنو کې ددې چارې عمل ته راشو، دوی جهاد د اسلامي ښارونو د ازادۍ لپاره نه، بلکې کفارو او اشغالګرو ته د ډالۍ په ډول وړاندې کړي دي، دا ازادي خو پرېږده، بلکې دوی هم ددې لامل شوي چې د اسلامي ښارونو اوسېدونکو ته د خپلو غلامانو او مالونو ته یې د غنمیت په سترګه وګوري، تاریخي او فرهنګي اثار یې لوټ کړي او له خلکو سره تر کفارو هم بد چلند وکړي.
په ۱۵ ماده کې وايي چې موږ له هغو کسانو او ډلو سره هېڅ تعهد او اړیکه نه ساتو چې له اشغالګرانو سره کوم پیمان او تړون ولري، بلکې زموږ له نظره مردود او باطل دي، په داسې حال کې چې دوی په عراق، سوریه او افغانستان کې خپله د اشغالګرو د لاس الې او ملاتړي وو، د دوی له پوځي وسایلو او استخباراتي معلوماتو څخه پوره استفاده کړې ده، تر څنګ یې عراق او افغانستان کې هم د اشغالګرو تر چتر لاندې ګوډاګیو حکومتونو سره هم اړیکې درلودې، ګڼ اسناد، اشخاص او مواد یې د ګوډاګیو حکمتونو د استخباراتي چارواکو اړوند محلونو کې تر لاسه شوي او حتی افرادو ته یې روزنه هم ورکړل شوې ده.
د عراقي داعشیانو د منشور په ۱۶ماده کې راغلي دی چې د عامل او صادقو علماوو تکریم او تعظیم واجب دی، په مصیبتونو کې یې ملاتړ کوو او کوم کسان چې د طاغوت په طریقه عمل کوي یا د خدای تعالی په دین کې فریب کاري (دوکه) کوي، رسوا کوو یې، خو دوی د خپلې دې ادعا خلاف یوازې په افغانستان کې لسګونه صادق او عامل عالمان په نښه کړي او له منځه وړي دي، همداسې یې ګڼ نور د وعدو او پیسو په مقابل کې د ځان تابع ګرځولي او د اسلام رښتینې لاره یې ورباندې تحریف کړې ده.
په ۱۷ ماده کې یې وعده کړې چې ټولو هغو کسانو ته درناوی لرو چې په جهاد کې پر موږ سبقت لري، مقام او ځای نساتو ته یې درناوی لرو، د کورنۍ او مالونو په اړه یې ساتنې ته ژمن یوو، خو ددې مادې خلاف یې هم ګڼې کړنې تر سره کړې دي، یوازې په افغانستان کې یې داسې جهادي شخصیتونه له منځه وړي چې جهادي سابقه یې د دوی تر ټولو تاریخ مخکې وه، ښايي ښه بېلګه یې شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله وي.
که د خوارجي ډلو تاریخ او کړنو ته نظر وکړو، دوی یوازې تر شعارونو پورې محدود دي، یوازې یو څه چې دوی ورته ژمنتیا لري، هغه د اسلام د نوم بدۍ او کفري موخو د تطبیق لپاره هر ډول تاوتریخوالي او وحشت ته لاس اچول دي، د عراق اسلامي دولت یا داعشي خوارجو د شرعي هیئت مسوول عثمان بن عبدالرحمن په عراق کې د خپلې ډلې دندې په دې ډول تشرېح کړي دي: په ځمکه کې د توحید خپرول او د شرک له منځه وړل، د قوانینو حکومت څنګه چې خدای تعالی نازل کړي دي (د ملي شوراګانو د مجالسو له قوانینو سره مخالفت)، د اسلامي حاکمانو او قضاتو په ګومارلو سره د اسلامي احکامو اجرا کول، د زکات او له دښمنانو څخه د غنمیت، صدقې او بیت المال د نورو مواردو تر لاسه کول، د شهیدانو او فقیرانو له کورنیو او نورو اړمنو سره مرسته کوي.
د نورو ډلو او بېلابېلو احزابو د رهبرانو پر وړاندې د داعش دریځ په درېیو برخو وېشل کېږي: لومړۍ ډله مرتدین دي، دا ډله له اشغالګرو سره د تړون او تمایل په سبب د داعش دښمنان ګڼل کېږي او وژل یې واجب دی، د دوی په اسلامي دولت کې هېڅ ځای نه لري، دویمه ډله ګمراهان ګڼي چې دوی په عمل کې له اشغالګرو سره همکاري نه درلوده، بلکې د ګمراهۍ دلیل یې د پیروانو منځ کې بدعت او ضلالت دی، درېیمه ډله هم هغه کسان دي چې د اشغالګرو پر وړاندې یې مقاومت کړی دی، د مبارزې تاریخ لري، د دوی پر وړاندې یې دریځ دا دی چې باید د نصحت او ارشاد له لرې له «عراق اسلامي دولت» سره یو ځای شي.
کله چې یوه ډله په خپل لاس جوړ کړي منشور ته هم ژمنه نه وه، څنګه طمعه ورڅخه وشي چې د اسلام رښتینې کړنلارې ته دې خپله ژمنتیا ثابته کړه، په پایله کې په ډاګه ویلی شو چې داعش د اسلامي مبارک دین اصول په خپله ګټه استعمالوي، دوی داسې «اسلام» غواړي چې ایجادوونکو یې ورته وړاندیز کړی او دوی ته د جهاد، خلافت، اسلامي دولت او نظام او همداسې نورو ارزښتونو تر نامه لاندې د ناوړه کړنو جواز ورکړي او بیا ورباندې عوام مسلمانان وغولوي، چې له نېکمرغه مرغه په دغه ناوړه او اسلام ضد موخو کې ورځ تر بلې ناکام شوي دي او په مقابل کې یې د رښتیني اسلام نظام او د اسلام له حقیقت سره خلک اشنا شوي او د اسلامي عامه پوهاوي کچه یې ورځ تر بلې لوړېږي.