طاهر احرار
د داعش د حقيقت له معلومېدو وروسته؛ په عراق او سوريه کې خلکو داعشي خوارج له ښارونو وشړل او اوس يواﺯې په لرو پرتو صحراګانو کې مېشت دي.
هلته يې د تېلو په ﺯېرمو ولکه ټېنګه کړې او نه تصفيه شوي تېل د قاچاق په ډول باﺯارونو ته وړاندې کوي او ددې لارې ډېر عاید لاس ته ورځي.
ځکه خو دوى تر خپلو ولکو لاندې سيمو کې حکومت نه جوړوي او نه دوى د حکومتوالۍ سره علاقه لري. دوى په انارشېزم کې خپلې ګټې لټوي، دوى خپل هر کارمند ته د مياشتې 400 امریکايي دالر معاش ورکوي. حال دا چې په اوسنيو حالاتو کې تکړه کاریګران په مياشت کې 200 تر 150 امريکايي ډالرو پورې کار کوي، چې دا ډېر لوى تفاوت دی، د ځينو خلکو لپاره دغه معاش کفايت نکوي هغوى د خپلو ضرورياتو د پوره کولو لپاره مجبور دي د داعش سره کار وکړي.
اما عام خلک دغه لوږې او مجبوريت ته داعش اړ کړي دي.
افغانستان هم همداشان دی، کله چې جمهوريت د سقوط خوبونه ولیدل؛ داعشيان يې شمال او ﺯابل ته انتقال کړل ترڅو هلته ﺯېرمې ونيسي، خو د افغانستان اسلامي امارت داسې ګذارونه پرې وکړل، چې جمهوريتيانو د طيارو په ﺫرېعه را خلاص کړل.
د سقوط نه بعد امریکا ستونزې ايجاد کړې، خلک له يو څه مشکلاتو سره مخ شول، داعش له موقع په استفادې دلته هم د خپلو اجيرو معاشات لوړ کړل او مدرک يې د امریکا له لورې د هغه په نښه شوو مجاهدينو په شهادت رسول دي، چا چې امریکا ته د خپل سر په کاسه کې اوبه ورکړې او داعش پرې ډالر اخلي.
خو بيا هم د افغانستان دينداره او باشهامته ولس داعشيان رد کړل او له غېږى يې وشړل.
په ياد ولرئ! د افغانستان پاکه خاوره باطل نه ﺯغمي.