دا چې داعش داسې نوم دی چې په اوریدلو سره یې د انسان په نظر کې د ماشومانو وینې تاویږي، د دوی نوم اوریدل د انسانانو د وژلو، ژوندي خښولو، په اور کې سوځولو او د اوبو په ذریعه د خلکو د وژلو یاد را تازه کوي، داعش هغه ډله ده چې د مؤمنانو په صفونو کې ماشومان هم ژوند ته نه پریږدي او د ژوند کولو حق نه ور کوي.
نو ځکه خو هم نه ور سره مؤمنان اوږه په اوږه دریږي او نه هم ور سره کوم ډول مرسته کوي؛ دا خو لا پرېږده چې دوی د جنګ په میدان کې کم دي آن په خواله رسنیو کې هم د ګوتو په شمار دي.
دا خبر خو مونږ ته معلومه ده چې د جګړې په میدان کې ډېر کم دي ځکه خو هم همدا اوس مونږ د افغانستان داعش ګورو چې په دوو یا دریو میاشتو کې یو برید ته یو یا دوه نفر برابروي خو هغه هم د اسلامي امارت زړور ځواکونه ونیسي او هر څه یې له خاورو سره خاوري کړي.
همدا رنګه دوی په رسنیز ډګر کې هم ډیر کمزوري دي او د افرادو له کمښت سره مخ دي ځکه خو هم د دوی هر نفر په خواله رسنیو کې لسګونه اکاونټونه لري او خلکو ته دا فکر ور کوي چې زمونږ مبارزین زیات دي، مګر په حقیقت کې دا لس واړه اکاونټونه یو نفر چلوي او د رسنیز فقر لاندې شپې او ورځې تیروي، الله تعالی دې نور هم همداسې ذلیله ولري. آمین یا رب العالمین.