کله چي په 2021 کال کي د افغانستان خاوره د اشغالګرو او د هغوى ګوډاګیانو له ناپاکه وجوده پاکه او تصفیه شول، کابل د اسلامي امارت اقتدار ته لبیک وويل او يو کاملاً اسلامي نظام حاکم شو
د نړۍ په سطحه د ريښتونو مسلمانانو په شونډو مسکا خوره سول او د يو اسلامي نظام د مفاداتو څخه برخمن افغانستان يې وموند
هماغه وو چي د شيطان لښکرو د دي بريا د نه زغم په پلمه د خپلو شومو اهدافو پلي کولو ته کار وويلى او د داعشي خوارجو په توسط يې د افغانستان پر ولس د بيا زوريدلو حرکت پیل کړ
داعش د احمقه او ناپوهۍ په تل کي لويدلو ځوانانو د احساساتو څخه د کار اخيستلو په مټ د مساجدو په شمول په ګڼ شمیر عامه ځایونو کې بريدونه شروع کړل، د بډایه بيګناه افغانانو اختطاف ته يې لاسونه اوږده کړل، د علم او پوهې مراکز يې په نښه کړل، د موټرو په تم ځايونو کې چاودنې وکړي، د علماوو په څير ستر مقدس شخصیتونه يې شهيدان کړل، ولس ته د ورکړل شوې امن فضا يې ځنې واخيستل، ان تر دي چي ولس يې په هره عرصه کې په نښه او د ولس پر وړاندې يې قوي جګړه پیل کړه
همدا وجه وه چې ولس د اسلامي امارت سره اوږه په اوږه د خوارجو د محوه کولو پلان ترتیب او پر عملي کيدو يې نظام او رعيت په مشترکه توګه سره سلا شول
د ولس د راپورونو پر اساس د اسلامي امارت کشفي او ځانګړو امنیتي ځواکونو د کابل په شمول د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د داعشي خوارجو پر پټن ځایونو پريکنده عملیات پیل کړل
د اسلامي امارت مجاهدو ځواکونو د خداى متعال په نصرت او د ولس په همکارۍ سره د داعش ځالې يو په بل کشف او د بازانو په څير ورباندې نازل سول، يا خو يې په انفرادي توګه د زنديو ښکار کړل او يا يې د ژړو ډبو په توسط د خيالي نړۍ زامبيان تري جوړ کړل
د قاري فاتح او اعجاز امين اهنګر په شمول يې د ټول افغانستان او هند نظامي مسؤلین ور ووژل، د استاد قيس په څير د بمونو او د مختلفو اسلحو جوړونې ستر تخنیک ګران يې لمنځه يوړل
خارجي تبعه خوارج يې په خپلو وينو کې ولمبول،
د خوارجو پخوانى د خراسان څانګې مشر مولوى ضياالدين چې اوس د دوى د عمومي شورا غړى او قضا مشر وو، په خپله سزا ورسولى
ابوعمر افريدى چي د خوارجو د شورا غړى وو، هم په ترسره سويو عملیاتو کي وژل سوى دى
دا په داسې حال کې ده چي پر داعشي مليشو د ډار او خوف فضا حاکمه شوې ده، مشران يې يو په بل پسې وژل کيږي، پټ مرکزونه يې خورا په چټکۍ سره په نښه او لمنځه وړل کيږي
د دوى د هر بزدلانه حرکت وروسته يې د پلونو لار څارل کيږي او فوراً په سزا رسول کيږي
کشران يې د ليوني مريضانو په څير په رواني اختلاطاتو اخته او د هيواد څخه په تېښته کې دي
په مشرانو کې يې د اختلافاتو ګراف اوج ته رسيدلى دى او د مايوسۍ وروستى حد ته رسيدلي دي
المرصاد ته په ترلاسه شوي غږيږ کليپ کې څرګندېږي چې د داعش د خراسان څانګې تش په نوم مشر شهاب المهاجر خپل کسانو ته د څومره وارخطايي يادونه کوي، نوموړى په ترلاسه شوي کليپ کې د خپلو مشرانو د وژلو او د کشرانو د پاشل کيدو څخه سر ټکوي او دا د دوى د داعشي کاذب خلافت وروستى سلګۍ په ډاګه کوي
داعش ولي دومره وځپل شو…؟
داعشي خوارج د اسلام په لباس کې د مسلمان ملت يوازنى دښمنان دي چې اوس يي د اسلامي نظام په وړاندې سنګر نيولى دى
دا چي داعش په افغان ولس کې نفوذ او د ملاتړ څوک نه لري نو همدا وجه ده چې هم يې ولس په وړاندې سپر او هم يي اسلامي امارت په وړاندې د ډال په څير را څرګندیږي او د ځپلو په وروستى پړاو کې قرار لري
د خداى نصرت، د ولس نفرت او د امارت قاطعیت د خوارجو د کمزوري کيدو او ځپل کيدلو ستر لامل دى
دا خارجي پديده به هم د نورو بي لارو په څير د افغان ولس په توسط د محوې کندې ته لويږي
باذن الله
ليکوال : ابو حمزه موحد