عموماً د حکومتولۍ، جلب و جذب او د یوه پایداره دولت لپاره د ولس سره د ښو اړیکو او عام ملاتړ تر لاسه کول له مهمو او اساسي شرطونو څخه دي، هغه ډله دوامداره حکومت کولای شي چې ولس یې خپل وي، ولسي ملاتړ ولري او عام وګړي یې تر شا د یوه مستحکم دېوال په څېر ولاړ وي.
بلې خواته، افراطیت، سخت دريځي او ناوړه چلند هيڅکله د یوه دوامداره حکومت جوګه نشي کیدای، ځکه ولسونه په مینه، ښه چلند او ښو کړو وړو را خپلېږي، نه په بربریت او وحشتونو؛ ښکاره ده هغه ډله چې له ولسونو سره ناوړه چلند کوي او یا د عامو وګړو ملاتړ و نه لري، هيڅکله حکومتولي او یو پایداره دولت نشي جوړولای.
د افغانستان ولسونه نرم دريځه خلګ دي، په نرمۍ او ښه چلند خپلېږي، نه په زور؛ تاریخ شاهد دی، دلته درې لویې امپراطورۍ په زور راغلې، خو د بیرته تګ نه شول، نه یې ددې خلګو عقیده واړول، نه یې قوي ارادې خامې کړې، نه یې خپلې راوړې مفکورې وتپلې، بلکې په ماتو پښو او ټیټو سرونو ووتل، له دې ښکاري، چې دا مومن ولس هېڅکله له خپلې عقیدې نه اوړي، نه یې سخت دريځي اړولای شي، نه هم ناوړه جنایتونه.
داعش چې یوه سخت دريځه او نیابتې ترهګریزه ډله ده، له مودو را هیسې کوښښ کوي چې د افغانستان مومن، مسلمان او مجاهد ولس تر خپلو ناولو منګولو لاندې راولي، د خلافت په نوم د غرب د لاسپوڅو حکومت ته بقاء ور کړي او د اسلام په نوم د غرب بدنامې او شریرې مفکورې راوړي.
داعش د اوسني شته اسلامي نظام په وړاندې بغاوت کړی او مسلحه جګړه کوي، دوی یوازې د اسلامي امارت په وړاندې نه دې درېدلي، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هر جهادي او اسلامي خوځښت په وړاندې درېدلي دي، د دوی ناوړه لاسونه د اسلام د سترو مجتهدینو، علماؤ او علمي شخصیتونو په وینو سره دي، تل یې د اسلام مبینه او پاکه لمنه په خپلو ناوړه اعمالو داغداره کړې.
داعش په خپل افراطي او سخت دريځه نظر غواړي چې د افغانستان پر مومن ولس حکمراني وکړي، دلته پر هغو لاملونو غږېږو چې د کومو له امله داعش نشي کولای د افغانستان پر پاکه خاوره حکمراني وکړي:
۱:- وحشت او بربریت
دا ثابته شوې چې وحشت او بربریت د داعش په خټه کې نغښتل شوی، پر هغو خلګو چې د داعش تر لاس لاندې راغلي تل بې دریغه او نه جبرانېدونکې وحشتونه تر سره شوي دي.
د داعش په توره تاریخې دوره کې له بربریت پرته څه نه لېدل کېږي، د سوریې او عراق په هغو سیمو کې چې د داعش تر ولکې لاندې وې په څو څو ځلې قتل عام تر سره شوی، دوی تر خپل لاس لاندې بې وزله خلګ پرته له کوم جرمه وژني، یوازې سوریې او عراق کې نه؛ بلکې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یې د لومړي ظهور پر مهال بې پایه وحشتونه تر سره کړل.
ادامه لري…