داعش له پیله تر پایه! څلورمه برخه

طاهر أحرار

#image_title

اسلامي امارت او که اسلامي خلافت؟!

دا هغه ټکی و، چې په عراق کې يې سنيان په دوو ډلو ووېشل، رښتيني تاريخ ليکونکي به هيڅکله دا ثابته نه کړي؛ چې مصعب الزرقاوي دې له القاعده سره بيعت مات کړى وي، اما هو! په ځينو مواردو کي به اختلافي نظر ضرور موجود وي.

 

د ابو مصعب الزرقاوي له شهادت وروسته؛ تر ټولو سخت د اختلاف ټکی دجنګ لورى و، د القاعده نظر دا و؛ چې د جنګ اصلي تمرکز باید پر امریکايانو او د هغوى پر متحدينو وي، خو د دوی په وړاندې خلګو ويل، چې د جنګ تمرکز دې پر شيعه ګانو او د مرکزي حکومت پر ملاتړ کونکو سنيانو وي، چې دا خبره القاعده ته د منلو نه وه.

 

د تاريخ ليکونکى ويليم ډيلان ليکي:

‏A very complicated war started in Iraq ofter the death of Abu Musab al-Zarqawi, when some people sympathized with al-Qaeda or hoped for Islamic organizations, and it ended with this war. Many innocent Sunnis were killed in the name of supporting the government, the principle of Jihad remained in place.

ژباړه: د ابو مصعب الزرقاوي له شهادت وروسته؛ په عراق کې سخته پېچلې جګړه پیل شوه، ډېر مسلمانان په دې بهانه ووژل شول؛ چي دوى له حکومت ملاتړ کوي، سره له دې چي نظاميان هم نه وه، د عراقي سنيانو هغه ملاتړ چې مصعب الزرقاوي لاس ته راوړى و؛ له مينځه لاړ، هیلې او اميدونه یې له خاورو سره خاورې شول.

 

د شيعه ګانو وژل خو يو معمول و، د هغوى مالونه حلال وګرځول شول، ښځي او ماشومان یې غلامان ګڼل کېدل، د عراق القاعده مجبوره شول، چې خپل مشر ابو ايمن الظواهري ته يې په يو ليک کې دغه غیر اسلامي او انساني حالت ياد کړ او له جګړې څخه دَ وتلو غوښتنه يې وکړه، خو د الظواهري له بار بار غوښتنو سره-سره هم په جنګ کې کوم تغير رانغی، د خلګو قتل عام او په مالونو يې چور او چپاو هم هغسې جریان درلود.

 

ايمن الظواهري د پولي ها خوا؛ په سوريه کې د سنيانو په انسجام پيل وکړ، هغوى يې منظم کړل، په يوه تنظيم کې يې د هغوى د راټولولو په پلان کار پيل کړ، تر څو عراقي او سوريايي سنيان متحد او په يوه لوی قوت بدل شي، دغه تنظيم ته له څو جهتونو او وجهو سخته اړتيا ليدل کېده؛

 

لومړی: عراقي سنيان د اشغال ګرو او د هغوى د متحدينو هدف و.

 

دویم: عراقي سنيان له سخت دريځو شيعه ګانو سره په جګړه بوخت و، همدا شان ځینې عقدې او مخالفتونه يې نور هم ورسره لرل.

 

درېم: برنامه یي اسلامي تنظيمونو هم عراقي سنيان داسې وځپل، چې ډيرو ته يې قبر او کفن و نه رسيدل؛ بلکې په ډلييزه توګه په قبرونو کي دفن شول.

 

د دغه لاملونو له وجې؛ ايمن الظواهري مجبور شو، چې د سنيانو د متحد کيدو او له دغه ناورين څخه د وتلو لپاره يو پلان ونيسي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version