د عراق د اشغال په موده کې، سني مسلمانان له يوې خوا د حاکم رژيم او د ناټو ځواکونو سره په جنګ و؛ له بلې خوا يې د عراق ميشتو شيعه ګانو سره چې له اشغال يې ملاتړ کاوه؛ لاس او ګریوان و، سنيان هم په مختلفو ډلو وېشل شوي و، اما خوشبختې دا وه، چې خپلمنځي اختلافات یې نه لرل، ټولې ډلې د اشغال په وړاندې په واحده توګه په جهاد بوختي وې.
اردني مجاهد ابومصعب الزرقاوي د سنيانو مشري په غاړه لرله، ابومصعب د اردن د حکومت د نسکورولو پلان جوړ لرلو؛ چې د جماعةالتوحيد والجهاد په نوم يې د يو تنظيم بنياد کېښود، دغه تنظیم تر ۲۰۰۶ میلادې کال پورې فعالیت درلود.
ابو مصعب الزرقاوي په لومړي ځل په ۲۰۰۴ میلادې کال په عراق کې راڅرګند شو، هغه د لوړو کارنامو، سترو بريدونو او په امريکايانو د حملو له امله؛ زر شهرت وموند، ابو مصعب دالقاعده تر رهبرۍ لاندې د جهاد دغه مقدسه فريضه پرمخ وړله.
خو وړاندې له دې چې د ابو مصعب الزرقاوي او په القاعده کې یې د شامليدو په اړه وغږيږو؛ لومړى به القاعده ته سر ور ښکاره کړو او هغه به تعريف کړو.
په منځني ختيځ کې؛ د اسرائيلو او فلسطين جنګونو، خصوصاً د بيت المقدس اشغال عرب مسلمانان د جهاد په طرف سوق کړل، د عربي هيوادونو زیات وګړي؛ د دوی د حکمرانانو له فلسطینیانو څخه د نه حقيقي ملاتړ له وجې؛ له خپلو حکومتونو سره مخالف شول، ډېری ځوانان یې د جهاد لپاره فلسطين ته تلل او د اسراییلو خلاف جنګېدل.
په 1988-1990 میلادي کلونو کې؛ پر افغانستان د شوروي يرغل خلاف، چې مجاهدينو قرباني ور کړه او د کاميابۍ څرک ولګېد؛ عرب مجاهد اسامه بن لادن رحمه الله عرب مجاهدين د القاعدې په نوم په يو تنظيم کې راټول کړل، عرب مجاهدين افغانستان ته راغلل او د روس پر خلاف په جهاد کي شريک شول.
القاعده د افغان مجاهدینو د ضرورتونو په پوره کولو کې مرسته کوله، افغان مجاهدينو ته یې معسکرونه او جنګي مهارتونه ور زده کول، لنډه دا چې د شوروي ښکېلاک په ماتېدلو کې القاعده مهم رول درلود او له همدې وجې يې نړيوال شهرت وموند.
د شوروي یرغل له ماتې وروسته؛ اسامه بن لادن او نور ګڼ شمېر عرب مجاهدين له افغانستان څخه سعودي عربستان ته ستانه شول، خو له يو څه وخت تيريدو وروسته، د اسامه بن لادن او د شاهي کورنۍ تر منځ ژور اختلافات را منځته شول، چې په نتيجه کې بن لادن رحمه الله له سعودي څخه سوډان ته هجرت وکړ.
په سوډان کې يې د مجاهدينو د تدريب لپاره معسکرات جوړ کړل او ښه پوره ځوانان يې د جهاد په سپيڅلې عقيده وروزل، خو کله چي په افغانستان کې ځانځاني جګړه پيل شوه؛ اسامه بن لادن واپس افغانستان ته راغلی، تر څو د مجاهدینو تر منځ اختلافات ختم کړي، په همدې وختونو کې تحريک طالبان افغانستان را پورته شول، شر او فساد ته يې د پاى ټکى کېښود او په افغانستان کې يې د اسلامي امارت بنياد او اساس جوړ کړ.
د سپتمبر د يولسمي له پيښې وروسته؛ د امريکايي اشغال په نتیجه کې اسلامي امارت ړنګ شو او امریکا د افغانستان خاوره اشغال کړه، اسامه بن لادن پاکستان ته مهاجر شو، چې وروسته د امريکا متحده ايالاتو په يوه بريد کې په شهادت ورسېد.