قاري سعید خوستی
لڼډیز
له پورتنیو فقهي نصوصو لاندې ټکي څرګندیږي
الف ـ له کافرانو سره د جنګ بندی تړونونه رواء دي.
با – که دا تړونونه د مودې له یاد پرته وي هم رواء دي.
ج – که کافران د مسلمانانو سره په شوي تړون کې غدر وکړي نو مسلمانانو ته په دوی حمله رواء ده.
د – خو په مسلمانانو باندې لازمه نه ده چې په دوی دې حمله وکړي.
هـ – که مسلمان امیر بیا هم له دوی سره په تړون کې مصلحت ویني ورسره کولی یې شي، خو په شرط د دې چې اسلامي شعایر به پکې ساتل شوي وي، او د مسلمانانو د سپکاوي سبب به نه وي.
و – دایمي تړون هم د ځینو فقهاؤ په آند رواء دی.
له همدې ځایه د خوارجو او د اسلامي امارت ضد کړیو هغه تنقید ته ځواب اویل شو چې وایي: اسلامي امارت ولې ځینې کافرو دولتونو ته ډاډ ورکوي او له هغوی سره جنګ نه کوي، چې برعکس اسلامي دولت له ټولې نړۍ سره جنګ اعلان کړی دی؟
دا خو نه له نبوي سیرت سره آړخ لګوي او نه نظامي اصول دي چې ټولو دښمانانو ته په یو وار د جنګ اعلان وکړه بلکې دا هغه احساساتي او جذباتي برخورد دی چې پایلې یې موږ تل بې ګټې لیدلي. د جهاد ستر قائدص لومړۍ له قریشو سره جهاد اعلان کړ، په داسې حال کې چې له یهودانو یې سره تړونونه وکړل او وروسته یې د حدیبیې په صلحه کې په یوه منطقي او عمیقه وینا کې قریشو ته داسې پیغام ولیږلو: يا ويحَ قُريشٍ لقد أكلتْهم الحربُ ماذا عليهم لو خَلُّوا بينِي وبينَ سائرالعربِ؛ فإن هم أصابوني كان ذالك الذي أرادوا وإن أظهرنِيَ الله عليهم دخلوا فيْ الإسلام وافرين؛ وإن لم يفعلوا قاتلوا وبهم قُوَّةٌ.
ژباړه: قریشو لره دې هلاکت وي دوی خو جنګ اوخوړل، کاش که دوی زه او قریش سره پریښوولي وی، نو که زه مغلوب شوي وای د دوی هدف به خپله حاصل شوی واي، او که زه د خداي په فضل غالب شوی وی نو یا به دوی ټول په اسلام کې داخل شوي وی یا به دوی زما سره په داسې حال کې جنګ کولو چې دوی به قوي شوي ؤ.
زموږ ډیر مجاهدین وروڼه له دې احساساتي شعار څخه ناوړه استعمال شوي دي، چې ګواکې د پولې په دواړو غاړو کې جهاد فرض دی، او دا کوم منطق دی چې په تورخم راپورې غاړه دې جهاد فرض وي او د تورخم پورې غاړه دې جهاد نه وي فرض؟
هوکې دا پرځاي خبره ده چې د جهاد فرضیت پوله نه لري خو د جهاد لپاره سنګر ټاکل بیا پوله لري او دا له نبوي سیرته ښه واضحه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو محاذونو کې جنګ نه ؤ اعلان کړی او نه یې کافرانو ته داسې تهدیدونه ورلیږل چې له وسه یې پوره نه ؤ. دا یو خارجي او په جهاد کې یو افراطي فکر دی چې موږ دې په یو وار له ټولې نړی سره جنګ اعلان کړو. هغوی چې له ټولې نړی سره جنګ اعلان کړ او ټول صلیبیان یې په لوی لاس ځان ته متوجه او یو وار بیا یې د دوی پاشل ائتلاف سره راټول کړ او د اسلامي خلافت له ویرې یې د نړی ټول کافران په يوه میز سره راتول کړل، د همدې خارجي، افراطي احمقانه فکر محصول دی.
د عراق بعثي جنرالانو چې د اسلامي امت کوم واک، ځواک بې ځایه وکارولو او له دوی څخه یې د دین په نوم د خپلو شومو اهدافو لپاره ګټه پورته کړه، موږ په ډاډ سره ویلی شو که دا مادي او بشري ځواک یو مدبر قیادت ته په لاس ورغلی وی، لرې نه وه چې د مسلمانانو د خلافت تنده یې ماته کړي وه او اسلامي خلافت یې پرې قایم کړی وی. خو دا چې دا مادي او بشري ځواک د یو خودخواه، متکبر، جاهل قیادت او بعثي جنرالانو په لاس کې دی، هغوی چې له مسلمانانو او په منځني ختیځ کې له القاعدې ډلې سره تاریخي عُقدې او دښمنۍ لري، دا قوت د مسلمانانو په ضد استعمالوي.
موږ ته لا هم ډیر وخت په کار دی چې په د عامو مسلمانانو په اذهانو کار وکړو تر څو هغوی په آینده کې د پیښیدونکي ګواښ په وړاندې ذهناٌ اماده وي. په داسې حال کې چې زموږ عام ولس دومره لوړ عزم نه لري چې د ډیرو مشکلاتو برداشت دې وکړاي شي، چې ښه مثال یې همدا اوس د قندوز فتحه او په دې ښار د امریکایانو ړنده بمباري وه، هلته ولس د اسلامي امارت مجاهدینو ته تود هرکلی اوایو خو کله چې امریکایانو اوغوښتل چې عام ولس تنګ کړي او بالاخره همدا ولس مجبور شي له طالبانو اوغواړي چې ښار تخلیه کړي او بیرته په شا تګ وکړي چې همداسې وشول.
نوربیا……. ان شاءالله