داعش ډلې چې خپلې ټولې جګړې یې د نړیوال اسلامي خلافت د تأسیس تر عنوان لاندې ترسره کولې، په اصل کې یې د نړیوال جهاد په وړاندې ځینې جدي خنډونه او ستونزې رامنځته کړې، چې له کبله یې د نړیوال جهاد په اړه په مسلمه امت کې راغلی خوځښت له شدیدې ضربې سره مخ شو.
داعشي فتنه ګر د نړیوال جهاد په مفهوم کې د بنسټیز تغیر په هڅه کې وو، دوی په خپلو ناوړه کړو – وړو جهاد داسې تعریفاوه، چې په مطلق ډول د غیر سني مسلمانانو قتال جهاد دی، داعش د افرادو د ډیرولو لپاره مذهبي اختلافات په داسې کچه را وټوکول، چې د مسلمانانو په توسط د خلافت د ایجاد په ځای د تفرق او الحاد هڅې شروع شوې.
داعشي فتنه ګرو د نړیوال جهاد په وړاندې د خنډ ایجادولو په موخه، د تر لاس لاندې سیمو د پراختیا پر مهال لومړی له القاعده ډلې سره اختلاف رامنځته کړ، هغه القاعده چې لسیزې یې په یوه سالمه عقیده او اسلامي داعیه د نړیوال جهاد په اړه خورا منظم کار کاوه، خو داعش د خپل ټوپک شپیلۍ د صلیبیانو پر ځای د القاعده پر خوا ور تاو کړه.
د عثماني خلافت له ړنګېدلو وروسته، صلیبیانو د اغیزمنې فکري جګړې له لارې مسلمانان له جهاد څخه غافل کړل، خو دغه مهال بیا داعش د نړیوال جهاد په نوم د مسلمانانو په منځ کې د تفرقې د ایجاد تر څنګ؛ د عامو وګړو په قتل عام سره د نړیوال جهاد نوم بدنام کړ.
داعش د نورو جهادي ډلو تر منځ د شخړو رامنځته کولو او شنلو لپاره با قاعده منظم کار وکړ او د دې لپاره یې پراخ مذهبي بحثونه را وټوکول، تر څو دوی په خپل منځي اختلاف، شخړو او حتی نښتو مصروف وساتل شي؛ دې کار په نهایت کې د داعش لپاره ګټه درلوده، خو نور جهادي حرکتونه یې د جهاد له نړیوال کېدو څخه غافل او په خپل منځي ستونزو بوخت کړه.
په ټوله کې داعش د نړیوال جهاد په ضد د ناسمو مفاهیمو د ایجاد لامل ګرځیدلی دی، ځکه خو اوس فعالې جهادي ډلې هڅه کوي چې دا ناسم مفاهیم او تفسیرونه له منځه یوسي او د نړیوال جهاد په اړه د سم ذهنیت جوړونې په توسط نړیوال جهاد پیل او د امت اوږدې دمې ته د پای ټکی کښېږدي.