د تکفیري_ترهګرې ډلې داعش فتنه په معاصره زمانه کې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستره فتنه بلل کېدای شي چې ناوړه پايلې يې د اسلام او مسلمانانو د دفاع له دائرې نه بهر او د اسلام د سپيڅلي ساحت په خلاف طرحه کیږي.
پرته له دې چې څه ووایو، جوته ده چې د داعش رامنځته کېدل، پیاوړي کول او ملاتړ کول د اسلام ضد پروژې بشپړولو د اسلام د بدنامولو لپاره یو ستر ګام دی چې په نړۍ کې د اسلامپالنې د څپې له راپورته کېدو وروسته د کفري نظامونو په ځانګړې توګه د صهیونیسټانو له خوا طرحه او تطبیق کېږي.
داعش د یوې اسلامي ډلې تر نامه او پوښښ لاندې د دیني او اسلامي احکامو خلاف اعمالو په ترسره کولو سره مخالفینو او مغرضینو ته دا چانس ورکړی چې د دې ډلې په وحشیانه کړنو سره د اسلام کرامت تر پوښتنې لاندې راولي او له دیني پوهې پرته ځوانان د اسلام له دائرې څخه لرې کړي.
د ستونزې ریښه دا ده چې تکفیري ډله داعش یوه غیر اسلامي ډله نه؛ بلکې د یوې داسې ډلې په توګه معرفي شوې چې ګواکې د اسلام په مستقیمه لار روانه ده او داسې ځان ښودنه کوي چې هر هغه اعمال چې دوی يې ترسره کوي او يا يې کړي د اسلام د احکامو او لارښوونو سره سم دي.
داعش هڅه کوي، د خپلو لوېدیځو ملاتړو د خدمت لپاره خپلې جګړې او وینې تویولو ته شرعي مشروعیت ورکړي؛ په داسې حال کې چې په هیچا حتی په ښځو، ماشومانو او بوډاګانو رحم نه کوي چې اسلام دا ډول ظالمانه وژنو څخه نهى کړې ده او ورنه بېزار دى.