داعش د مستشرقينو د سیاسي موخو په لټه کې

فرهاد فروتن

#image_title

د داعش اجیره، بدنامه او وینه تویونکې ډله چې په نړۍ کې د اسلامي خلافت د رامنځته کولو ادعا کوي، په حقیقت کې د مستشرقینو سیاسي اهداف تعقیبوي؛ ترڅو هغوی خپلو موخو ته ورسوي او په بدل کې یې امتیازات ترلاسه کړي.

د مستشرقينو نوم هغه غربي پوهانو ته کارول کېږي، چې د هغو اسلامي او سياسي ورځنيو فکرونو، مکتبونو، حرکتونو او خوځښتونو لوستل، څېړل او مطالعه کول يې خپله دنده ګڼلې وي، کوم چې د دوی نظام تهديدوي او د شومو موخو په وړاندې يې خنډ ګرځي، تر څو له پراخې مطالعې او په مهمو اسلامي منابعو کې، له اوږد مهاله تجربې وروسته؛ مسلمانان په داسې ډول له يو بل سره ښکيل کړي، چې د کفري نظام پر وړاندې د راپورته کېدلو واک و نه لري.

له کومه وخته چې د اسلام دښمنان په دې پوه شوي دي، چې مسلمان په خپل اذان سره د نړۍ جادو او په تکبیر سره د دښمنانو منتر له منځه وړلای شي، نو پرته له دې چې د داعش ډله جوړه او ملاتړ یې وکړي؛ بله چاره نه درلوده، ځکه چې دا ډله سربېره پر دې چې د اسلام له ښکلي کسوت څخه کار اخلي؛ په حقیقت کې د اسلام ریښې له منځه وړي.

لاندې به د ځینو هغو موخو یادونه وکړو، چې داعش یې د لاسته راوړلو هڅه کوي او په ورته وخت کې د مستشرقينو مهم اهداف هم ګڼل کیږي.

۱_: د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ روحيه کمزورې کول؛
داعش هڅه کوي، چې د هغه مسلمان له بدن څخه د ورورولۍ روحیه وباسي؛ چې په “انما المؤمنون اخوة” باندې کلک باور لري، تر څو د مسلمانانو یووالی او اتحاد له منځه لاړ شي او دښمنان یې په اسانۍ سره د بریا په لور ګامونه واخلي.

٢_: د اسلامي حرکتونو او د هغوى د رهبرانو قباحت او شناعت ويل؛
مستشرقین د مسلمانانو د تباه کولو لپاره هڅه کوي، چې په اسلامي حرکتونو او رهبرانو باندې د دوی باور کمزوری کړي او په دې توګه خپلې موخې ترلاسه کړي.

د داعش ډلې د جهادي او نظامي خوځښتونو د مشرانو په مرتد ګڼلو سره یې دقيقاً هڅه کړې چې ځوان نسل، چې د مسلمانانو د ځواکمنتیا انرژي او راز ګڼل کیږي؛ له منځلارو اسلامي حرکتونو لرې وساتي او د پردیو د اهدافو قرباني يې کړي.

۳_: د اسلامي جهاد د تأويل او د اصلي مفهوم د تحريف هڅه؛
د داعش تکفیري ډلې اسلامي جهاد په داسې ډول تأويل او تحریف کړ، چې هیڅوک به یې د اسلام په چوکاټ کې منلو ته حاضر نه وي؛ بې رحمانه وژنې، د جوماتونو او ښوونځیو ویجاړول، تعلیمي مرکزونو کې انفجارونه، د مشهورو علماوو شهادت او د عامه ځایونو په نښه کول؛ د دې علني تحريف ښکاره ثبوتونه دي.

٤_: مسلمانان په مختلفو اړخونو کې جاهل ښکاره کول؛
غربیان هڅه کوي، چې د مسلمانانو راتلونکی نسل په دې قانع کړي، چې دوی په هر ډګر کې لویدیځ ته اړتیا لري، د داعش تکفیري ډلې په لویدیځ کې د اسلامي هیوادونو د طبیعي زیرمو په خرڅولو سره هڅه وکړه، چې مسلمانان په سیاسي، اقتصادي او مالي چارو کې وروسته پاتې راولي او په نړیوالو سیالیو کې ناکام شي.

۵_: د داخلي شخړو او فتنو اور ته لمن وهل؛
دښمنان په دې عقیده دي، چې مسلمان یوه سکروټه ده چې ژر په اور بدلیږي، نو پکار ده چې د خپل فکر ټول قوت د هغوى په خپلمنځي اختلافاتو ولګوو، تر څو په اسانۍ سره خپلو موخو ته ورسیږو.

داعش ډلې هڅه وکړه، چې د داخلي اختلافاتو او مختلفو فتنو اور ته لمن ووهي؛ تر څو دا سکروټه په اور بدله کړي، خو دا چې زموږ ملت غرب ته تاريخي ماتې ورکړى ده، داعش ډله یې هم په هماغه ډول له رسوایۍ سره مخ کړه.

عاصم جلال
Exit mobile version