دویمه برخه/ طاهر احرار
په رښتيا هم چې د امریکا او اسرائيلو تر ملاتړ لاندې داعش يو وخت ډېر قوي ځواک بلل کېدو،
امریکايان يې تر ډېره حده په عراق کې خپل هدف ته ورسول، اما په سوريه کې له مشکل سره مخ شول.
په افغانستا ن کې هم امریکا د اسلامي امارت په مقابل کې داعش ځواکمن کړ، تر دې چې پخپلو بېسونو کې يې ساتل او د جمهوريت اردو ته يې د داعش په مقابل کې د يواﺯې پر نوم جګړې امر کړى وو، کله به چې د اسلامي امارت مجاهدينو په داعش عمليات شروع کړل، نو داعش او د جمهوريت اردو به په ګډه د مجاهدينو پر خلاف ودریدل. د ننګرهار اولس د دې خبرې شاهد دي.
خو لله الحمد امريکايان د عراق په شان هدف ته ونه رسېدل، دلته تر سختو فوځي او استخباراتي بريدونو لاندې راغلل او جرړې يې ختمې شوي.
د معلوماتو له مخې داعش پلان درلود، چې د محرم الحرام په مياشت کې د شيعه ګانو په ماتمونو ستر برېدونه وکړي، تر څو خپل شتون کلک ثابت کړي، اما د يوه کوچني بريد راپور هم ورنکړل شو.
دوى د پخواني مشر تر وژل کېدو وروسته د نوي مشر لپاره د خراسان د امير سره د بيعت راپور ورکړ او يواﺯې يو څو انځورونه يې نشر کړل خو په دروغجنو الله تعالی لعنت کړى، دوى د (2015) کال انځور نشر کړى، کوم تاريخ چې د انځور په کونج کې لېکل شوى دا هم د دې يو ستر دلیل دی، چې دغه ډله په افغانستان نور د خداى (ج) په اِﺫن له منځه تللې او په عراق او سوريه کې هم واحد مرکز نلري. د سوريايي او عراقي ډلو ترمينځ يې ستر اختلافات پراته دي، نن او سبا يواﺯې له دروغو او جعل کاري کار اخلي.