داعش د زوال پر لور

څلورمه برخه

طاهر احرار

اووه خبرې!

اول: له البغدادي وروسته د داعش د مشرانو پرلپسې له مینځه تلل دا ثابتوي، چې دغه ډله د خپلو مشرانو په ساتلو کې پاتې راغلې، اصلا دوى د خپلو مشرانو ساتلو ته هېڅ ژمن نه دي.

داسې کلک شواهد شته، چې د تېر مشر الحسيني په سر په ساﺯمان د ننه پيسې اخیستل شوي او موقعيت يې افشا شوى، د همدې بې باورۍ له امله نوى مشر د ساﺯمان عناصرو ته معلوم نه دی او تر اوسه پخپله د ساﺯمان د لوړ پوړو غړو له لوري د هغه سره د بيعت کوم شواهد لاس په لاس شوي نه دي، کوم چې د داعش معمول او طریقه وه.

 

دوهم: دوى د مختلفو او نا معلومو نومونو په کارولو سره د مشرانو په مینځ کې پراخه ګډوډي را مینځ ته کړې، اګر چې فکر کيږي چې نوى مشر هم عراقي دی، خو بيا هم عراقيان مطمئن ندي او په سوريه کې یې د داعش رهبرۍ ته خبر ورکړى، چې هېڅ غير عراقي مشر به و نه مني او د موصل، انبار مشرانو تر حقیقت معلومولو بیعت ځنډولى دی.

درېیم: د عراقي مشرانو د بعضې کړنو له وجې د سوريايي مشرانو سره سخت اختلافونه رامینځته شوي؛ مثلا عراقي مشران اوس په عراق د ننه د جنګ ملاتړ نکوي، خو سوريايان يې لاﺯم بولي، د تېلو امدن، قاچاق، ګمرکونه، نور عوايد د دوى تر مینځ د سختو اختلافاتو موارد دي.

 

څلورم: اګر چې د افغانستان په شان په عراق او سوريه کې د داعش جرړې په مکمل ډول ندي اېستل شوي او تر اوسه شتون لري، خو دغه ساﺯمان ټوټه ټوټه شوی او هره برخه یې پخپل ځاى کې حاکمه ده او پرته د مرکزي نقطې خپل اوامر په خلکو تطبېقوي. تر اوسه پورې حتى سوريه چېرته چې رهبري شتون لري، د داعش مشرانو ترمينځ کومه ناسته نده شوې. او د عراق ډلې وايي؛ که مشر عراقی نه وي، دوى له بیعت انکار کوي.

په خارجي ممالکو کې د داعش شاخونه په سېل ناست دي، چې په عراق او سوريه کې يې ډلې ته څه ور پېښېږي.

نور بيا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version