دا خبره ښکاره ده چې دیني عالمان د پیغمبرانو د وارثانو او د ټولنې د رهبرانو په توګه تل د اسلامي ارزښتونو په ساتنه او د امت د وحدت په ټېنګښت کې کلیدي او خورا مهم رول لوبولی دی؛ له همدې امله د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې د مسلمانانو لهخوا په مختلفو لارو چاور د درناوي او قدردانۍ وړ ګرځېدلي دي.
خو د داعش افراطي ډله چې د اسلام یو تحریفشوې او متشدد تفسیر وړاندې کوي، هغه علماء چې د دوی له افراطي او غیراسلامي نظریاتو سره همغږي نه وي، تکفیر کوي او د دین دښمنان یې ګڼي.
دا جاهله او غافله ډله نه یوازې د عالمانو علمي او معنوي مقام ته درناوی نه لري، بلکې د زور او تشدد په کارولو سره يې د خپلو مخالفینو په ځانګړي ډول د نوموتو عالمانو فزیکي حذف ته مخه کړې ده.
داعش د اسلامي نړۍ ډېری نوموتي عالمان چې د اسلام معتدل تفسیرونه يې وړاندې کول او په عين وخت کې يې له دين څخه صحيح درک درلود، د خپلو افراطي عقایدو د مخالفت له امله تکفیر کړي دي؛ دغه عالمانو ته يې لومړی د “درباري علما” یا “مرتد علما” لقبونه ورکړي او وروسته چې یې د خپلو پلویانو لیدلوری پرې بدل کړی دى، د هغوى د وژنې فتوا یې ورکړې ده.
له عالمانو او دیني مرکزونو سره دښمني د داعش په رګونو او وينو کې ګډه ده؛ دا ډله له دیني مدرسو سره چې د اعتدال، منځلاري او د دین د سمې پوهې پر بنسټ علوم تدریسوي، په کلکه مخالفت لري، له همدې امله یې د دیني طالبانو او عالمانو په وړاندې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره هڅه کړې ده چې دغه رنګ علمي مرکزونه وځپي او تخریب يې کړي.
په افغانستان کې د افراطي ایډیالوژۍ پر بنسټ ولاړه داعش ډله؛ دیني عالمان چې د معتدل پیغام او د شرعي پوهې سم درک یې درلود، د خپلو موخو لپاره ګواښ باله، دې ډلې پر مساجدو، ديني غونډو او د علمي شخصیتونو پر وړاندې د بریدونو په مټ هڅه وکړل چې د خپلو مخالفینو غږ چوپ کړي.
له دیني عالمانو سره دښمني او نفرت دا په ډاګه کوي، چې داعش نه یوازې له عالمانو، بلکې د دین له صحیح تطبیق سره هم ژوره دښمني لري؛ ياده ډله چې ظاهراً اسلامي ده، په حقیقت کې ځان مکلف ګڼي چې امت ناپوهۍ ته بوځي او د اسلام او مسلمانانو ترمنځ واټن رامنځته کړي تر څو دیني باورونه کمزوري کړي او نوموتي عالمان له منځه یوسي.
خو باید هېره یې نه کړو چې هره ډله دیني عالمانو ته بېاحترامي وکړي یا د دوی مقام له پامه وغورځوي، ژر به له انحطاط او زوال سره مخ کېږي، عالمان د اسلامي ټولنې د لارښوونې او اګاهۍ بنسټیزې ستنې دي، چې حذف یا تخریب به يې ټولنه له دیني او اخلاقي لارښوونو بېبرخې کړي.
تاریخ په دې برخه کې تل د بېطرفه شاهد په توګه شاهدي ادا کوي چې هغه ډلې چې د عالمانو پر وړاندې درېدلي دي، نه یوازې خپل دیني مشروعیت يې له لاسه ورکړی، بلکې په پای کې د عام نفرت او له منځهتلو ښکار شوي دي؛ د داعش تکفیري ډله هم له دې قاعدې مستثنی نه ده او لکه څنګه چې يې اوس زوال ته مخه کړې ده، ډېر ژر به له منځه ولاړه شي، انشاءالله!