داعش د جنسي اړيکو روږدي

لومړۍ برخه

خادم شېرزاد

 

داعش ځان د نړۍ او وخت تر ټولو پاک مسلمانان بولي او د نړيوال اسلامي خلافت ادعا کوي. که څه هم هغوی د دغه خود ساخته خلافت او کاذب اسلامي نظام دعوه لري خو د ظلم، وحشت، وژلو او قتل عام سربېره د قبرونو او هديرو د ورانولو ور اخوا د لواطت او زنا تاريخ هم لري.

 

د داعش د ظلم او وحشت کيسې يوه دوه درې نه دي بلکې په زرګونو دي او ګمان نکوم چې د اسلام په نوم حشاشينو او قرامطؤ دومره ظلم کړی وي لکه ننيو داعشو چې کړی دی.

 

داعش د ظلم، قتل او ويجاړولو سربېره يوه بله خاصه دا وه چې هغوی د انجونو او ښځو په بندي کولو او هغوی سره د جنسي اړيکو په نيولو يو نه خلاصيدونکی او شرميدلی تاريخ لري.

زموږ دا ادعا چې داعش د جنسي اړيکو روږدي ول، د داعش مخکیني مهم غړي او د داعش د حدودو امير هيثم عبد الحميد چې په رشيد المصري مشهور ؤ او بيا ونيول شو د مصري تلويزون قناة الوثايقية سره په يوې مرکې کې تائید کړې، نوموړي ویلي:

موږ ته دا اجازه راکړل شوې وه چې نيول شوې ښځې يا و وژنو، يا يې د جنسي اړيکو لپاره وساتو، په داعش کې يوه نيول شوې ښځه تر لسو زرو ډالر پورې د جنسي اړيکو نيولو لپاره پلورل کېده. هغه په خپله مرکه کې دا هم ويلي چې:

د داعش ډير مخکښ مشران بې لارې ول او په ډيرو باندې حدونه هم جاري شوي، په دې کې يوه دا هم وه چې له بهر راغلي هغه ښځې چې د داعش ليکو ته راغلې وي په هغوی د داعش له مخکښو غړو لخوا جنسي تیری شوی ؤ .

د داعش يو جنګيالی عمار حسين چې بيا د کردانو لخوا ونيول شو او ويډيو يې هم شته هغه په خپله مرکه کې چې د ۲۰۱۷ د فروري په ۱۵ یې کړې ويلي:

موږ ته خپلو مشران ويل چې تاسو ښځو ته ضرورت لری او خپل ضرورت رفع کول درته جواز لري.

هغه وويل: ما خپله له ۲۰۰ څخه د ډيرو ښځو سره جنسي اړيکې نيولي .

هغه زياته کړه:

په داعش کې په ډله ايېزه توګه جنسي اړيکې نيول عادي خبره وه .

 

په ۲۰۱۶ کې د انګلستان مشهورې ريسرچ سنټر QUILLIAM

يو راپور خپور کړی و او په دلايلو یې دا روښانه کړې وه چې:

د داعش د غړو تر واک لاندې ۳۱ زره حاملې ښځې ژوند کوي.

 

نور بيا …

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version