داعش د اوکراین له لارې اروپا ته داخلېدل

#image_title

د جرمني امنیتي چارواکو خبر ورکړی، چې ترهګرو اروپا ته د ننوتلو لپاره له اوکراین څخه د لارې په توګه کار اخیستی دی.

دوی ویلي دي: چې د خراسان داعش له اوکراین څخه د کډوالو له څپو په استفادې سره ځانونه د لویدیځې اروپا مختلفو هېوادونو ته رسولي دي، او د اوکراین له لارې اروپا ته خواره شوي دي.

د داعش خراسان پروژه د څو بېلابېلو هېوادونو په ګډه همکارۍ پرمخ وړل کېږي، لکه: تاجکسان، پاکستان، اوکراین او داسې نور…

اوکراین په شرق کې د غرب هغه دروازه ده، چې شرق ته له غرب څخه شریرې پدیدې پرې داخلېږي او شوم پلانونه ترې پلي کېږي.

په روس کې پر کنسرت د تاجکستاني خوارجو برید، له اوکراین څخه طرحه او پلی شو او یادو دواعشو له برید څخه وروسته بېرته اوکراین ته د تېښتې هڅه کوله، چې د روس د استخباراتو له خوا په پوله له اوښتو څخه د مخه ونیول شول.

د نیول شویو داعشیانو له اقرارونو څخه له ورایه څرګندېدله، چې دوی یاد برید د یو عیسوي پاپ په مرسته د نیم میلیون روبله په بدل کې ترسره کړی وو.

تاجکستان د دواعشو بشري انرژي تولیدوي، په سیمه کې چې کوم نږدې هېواد متضرر شي، په یو نه یو ډول به تاجکستان ونډه پکې لري، په افغانستان کې د خوارجو له خوا طرحه شوي شنډ یا عملي شوو بریدونو عاملین له سلو څخه اتیا سلنه یې په تاجکستان هېواد پورې اړه لري.

د خراسان داعش تر یو منظم پلان لاندې په پاکستان هېواد کې، په حکومتي کمپونو کې روزل کېږي او بیا شاوخوا سیمو ته د یو ویروس په ډول تیت او خورېږي، د دغه مکروب د اوکراین له لارې اروپا ته خورېدل، ښایي د امریکا نوې لوبه یا له جرمني څخه د هټلر د جنګونو غچ اخیستل مطلب وي.

هر څه چې وي او یا له هرې لارې څخه چې وي، هر هېواد ته چې داعش رسول کېږي، د امریکا او د هغه د متحدینو په مرسته ترسره کېږي، نورو هېوادونو ته ګوته نیول، نیابتي ګوته نیونه ده، د داعش په حقیقت ټوله نړۍ په ښکاره ډول خبره ده، داعش او امریکا یو د بل مخ او څټ او نه بېلېدونکي وروڼه دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version