په تیرو ۱۴ کلونو کې چې کله هم خوارج را ښکاره شوي؛ مسلمانانو او اهل السنة والجماعة یې مخه نیولې او له دې سترې فتنې یې امت ته نجات ورکړی دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث مطابق؛ خوارج له کفارو سره کار نه لري، نو ځکه هم په تیرو وختونو کې به کفارو له خوارجو سره کار نه درلود.
خو دا ځلې خبره سرچپه ده، عصري خوارج (داعش) چې کله را ښکاره شول؛ د خپلو اسلافو په څېر یې لومړی په مسلمانانو مخ را وګرځاوه، د مجاهدینو مقاومتونه یې له ستونزو سره مخ کړل، تر منځ یې اختلافات راوستل، ډلې یې جوړې کړې، خلګ یې ترې بیل کړل او د وخت کفارو ته یې په اسلامي برم د بیا یرغل چانس ور کړ.
هم هغه و؛ چې نړېوالو ور ته په لویه کچه تبلیغات وکړل، عصري خوارجو (داعش) ته یې په لږ وخت کې زیاته لابي وکړه او دنیا ته یې ور وپیژندل، نړیوالو کفري طاقتونو له داعش څخه ببو جوړ کړ او خلګ یې پرې ووېرول، د دوی په نوم یې خپلې نا ازمایل شوې اسلحې استعمال کړې، خپل اقتصاد یې چې د افغانستان او عراق په جګړه کې ځپل شوی و؛ بیرته جوړ کړ.
لڼد مثال یې افغانستان دی، چې اوس پکښې د داعش په نوم د خوارجو فتنه نشته، مراکز او لوړ پوړي چارواکي یې یا وژل شوي او یا هم له صحنې تښتیدلي، خو نړیوالې رسنۍ او کفري مستعمره هیوادونه اوس هم خلګ له افغانستان څخه؛ د داعش په نوم وېروي او خلګو ته دا باطله انګېزه ور کوي؛ چې داعش اوس هم په افغانستان کې فعال دی او مراکز لري.
خو دوی دا هېروي، چې داعش هغه وخت په افغانستان کې مراکز او فعالیت درلود؛ چې دلته یې تمویلونکي د واک پر ګدۍ ناست وه، اوس چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی؛ داعش هم ختم دی.