دویمه برخه
عمر شهید
په دې وروستیو کې په داعش پورې تړلو تاجک وګړو د ایران په کرمان ښار کې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دغه برید د عاملینو په اړه روایات او خبرې هغه مهال کېږي، چې د المرصاد د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس د داعش دا برید کوونکي د تاجکستان اتباع وو. چې دغه عملیات یې ترسره کړي وو او وروسته د ایران استخبارات د تحقیقاتو په ترڅ کې، دې نتیجې ته ورسیدل، چې د دغه برید عاملین تاجک اتباع وو.
په دې وروستیو کې د ایراني رسنیو له خوا یو راپور خپور شو، چې ښيي هغه کس چې دا برید یې پلان او عمل ته ورسوه، د عادل پنجشیري په نوم د داعش یو پخوانی جنګیالی و. موږ دا پریږدو چې د ایران دا ادعا به څومره حقیقت ولري خو عادل پنجشیري یو له هغو کسانو څخه و، چې په پخواني حکومت کې د داعش په جرم نیول شوی و او د اعدام له حکم وروسته د امرالله صالح په شفاعت د اشرف غني له خوا له بنده خوشي شو.
عادل پنجشیری یو له هغو لسګونو کسانو څخه دی، چې د داعش مفکوره یې درلوده او د پخواني حکومت د امرالله صالح او ملي امنیت په خدمت کې وو او د هغه ناوړه پلانونه یې پلي کول. د اسلامي امارت له لوري د افغانستان له فتحې او په افغانستان کې د مثبت بدلون په راتګ سره، هغه کسان چې د امرالله صالح په مېلمستون (ارګ) کې روزل شوي و، ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل او هلته یې خپل عملیات پیل کړل، د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره یې پلانونه جوړ کړل او په خام تاجک ځوانانو یې پلي کوي.
امرالله صالح د امریکا د استخباراتو په اعتراف سره، د دوی له جاسوسانو څخه و او د هغوی خدمت یې کاوه، چې البته امریکایانو ته خدمت کول او هغوی ته نږدې کېدل د تېر حکومت د هر لوړ پوړي کس هدف و، چې غوښتل یې خپل امنیت وساتي. په دې توګه دوی خپل مقام دوامداره ساته.
امریکایانو ته د امرالله صالح له خدمتونو څخه یو هم د داعش روزل او د هغه د وزرونو ټپول وو، چې په وسیله یې خپل مخالفین په نښه کول. په هر صورت، داعش د امریکا په مرسته او د امرالله صالح په مشرۍ د ارګ له مېلمستونونو څخه رهبري کېدل او پلانونه ورکول کېدل، اوس دوی د نړۍ د ولسونو لپاره یو ناورین ګرځېدلی دی.