داعش د افغانانو د ځورولو نوې پروژه!

بریال فاتح

#image_title

افغانستان له کلونو راهیسې د خپل موقعیت او شتمنیو له امله د نورو قدرتونو له خوا د ځورولو په حالت کې دی، هر څوک یې د نیولو هڅه کوي خو ناکامه کیږي، له همدې امله یې ټولو په ضعیف ساتلو او کمزوري کولو حشر کړی؛ تر څو په سیمه کې د دوی له ضعف په استفادې خپلې ګټې لاسته راوړي.

که دلته امن شي، برق به جوړ وي؛ نو د تاجکستان برق ته به اړتیا نه شي پیدا، که دلته امن شي، نفت به را استخراج شي؛ نو د ایران نفتو ته به اړتیا نه شي پیدا، که دلته امن شي، صنعت پرمختګ کوي؛ نو د پاکستان د صادراتو لپاره به مناسب بازار له منځه لاړ شي.

نو همدغه لامل دی، چې دوی هر یو دلته خپلې ګټې له بلې لارې نه شي تعقیبولای، ټولې لارې ور باندې بندې او بدنامه شوي دي، دا اخري افشن دی، چې د داعش په نوم نیابتي ډله فعاله کړي.

داعش دلته د مذهبي افراطیت تر څنګ؛ صنعت، تجارت او هر ډول پرمختګ نه غواړي، مهم کسان په شهادت رسوي او په هیواد کې یو ځل بیا د احمد مسعود او دوستم غوندې خلګو ته د حکومتدارۍ زمینه مساعدوي.

په فرانسه کې احمد مسعود تاجکستان په دې وعدو انتظار کړی، چې د داعش په وسیله امارت کمزوری کوو او یو ځلې بیا تا ته هلته حکومت جوړوو، خو دی خبر نه دی چې دلته بیا ځلې حکومت یو خوب دی چې هيڅکله به رښتیا نه شي.

داعش د پاکستان په اشاره غواړي، چې دا سیمه نړیوالو ته نا امنه وښيي او د امن کولو په نوم یو ځلې بیا له نړیوالو پنډ واخلي او خپل قرض پرې خلاص کړي.

داعش؛ په سیمه کې د چین د سرمایه ګذارۍ د مخنیوي په خاطر، امریکا ته تر ټولو ښه وسیله ده چې د مهمو پروژو د تطبیق مخه پرې ونیسي.

د راپورونو په اساس وایو، چې داعش نه مذهبي ډله ده او نه کیدای شي؛ بلکې یوه نیابتي ډله ده چې بې هدفه د سیمې د استخباراتو لخوا تمویل او خپل اهداف پرې تعقیبوي، سیمه پرې نا امنه کوي او یو ځل بیا د هیواد د نا امنه کولو لپاره استفاده ترې کوي

هرماس الافغاني
Exit mobile version