د اسلام په تاريخ کې، چې هر وخت په لومړنۍ او وروستنۍ زمانه کې خوارج رامنځته شوي دي، تګلاره او عمل يې د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه خلاف وي.
اوسني خوارج (داعش) چې له کومي ورځي را پيدا شوي دي، له هغې ورځې یې، د اسلام د مبارک دين له ډېرو اصولو او فروعو څخه سرغړونه يوازينۍ تګلاره ده؛ دوی تل کوښښ کوي، چې د اسلام د مبارک دین ټولمنلي اصول ناسم وګڼي، مسلمه امت ته یې د انديښنې وړ وبريښوي او د نړۍ مسلمانانو ته شکوک او شبهات پيدا کړي.
د همدې پروژې د مخته وړلو په نيت يې ډېر ناوړه کارونه کړي دي، چې له جملې يې يو کار هم مقدس اماکن، د کفر او شرک علامې ګڼل دي؛ چې په عراق کې يې د ځينو پيغمبرانو(عليهم السلام) د قبرونو ترڅنګ، د صحابه کرامو (رضی الله عنهم) ډېر قبرونه نړولي دي او د نړۍ په سطحه یې په ډېرو سیمو کې د نيکو او مسلمانو افرادو قبرونه له منځه وړي دي.
د خيبر پښتونخوا په سيمه کې چې کله داعش را ښکاره شول؛ تر ټولو لومړی يې د پښتو ژبې د مخکښ صوفي شاعر عبدالرحمن بابا او ځينو نورو نيکانو او صالحانو قبرونه والوزول، چې له امله يې په اسلامي امت کې خورا ډېرې بې باورۍ رامنځته شوې او د ډېرو اسلامي تنظمونو رنګ پکې بد شو.
خو په حقيقت کې دا کار داعش کړی و، دا چې داعشيان د مسلمانانو په نامه ځان معرفي کوي؛ ځکه خو يې نور مسلمانان هم ورسره رنګ بدي شول او داعش تل کوښښ کوي چې داسي کارونه وکړي، ترڅو د اسلام مبارک دين خلکو ته شبه ناک او مشتبه دين ښکاره کړي.
داعشيانو په ډېرو سيمو کې پخواني او لرغوني مساجد نړولي دي او هغوی ته يې (العياذبالله) د شرک ځالي ويلې او خورا ډېر مساجد يې نړولي دي.
د «داعش» نومي کتاب وايي: ((داعش له زيارتونو او قبرونو څخه ګرانبيه څېزونه اخلي او بيا يې ويجاړوي/ جنګيالي يې ورته د جګړې د غنيمت په سترګه ګوري.مخ:۴۲ ))
د داعشیانو د ځينو افرادو له خولو اورېدل شوي دي، چې که دوی پر سعودي برلاسي شي، دوی به د مکې او مدينې مقدس اماکن هم ونړوي.
د داعشيانو له دې وړاندویني داسي برېښي، چې کعبه شريفه هم دوی ته د نړولو وړ بريښي او دوی به يوه ورځ اراده ولري چې کعبة الله؛ چې د مسلمانانو قبله ده، دوی به ورته د شرک او کفر نښه ووايي او له منځه به يې يوسي.
دا ځکه چې دوی د مسلمانانو د اتحاد او را يوځای والي ټول منابع او سرچينې له منځه وړل غواړي، پر اسلامي شعايرو د نړۍ ټول مسلمانان سره را يو ځای کېږي او د دوی ترمنځ د اسلام په اړه په بين المللي بڼه د مسلمانانو پر اساسي مسايلو بحثونه ممکن دي او د اسلام او مسلمان په دفاع کې مقدس اماکن مهم رول لري.
خو داعشیان چې اصلاً د مسلمانانو ترمنځ د عمومي بې اتفاقۍ په موخه را منځته شوې پروژه ده؛ د مقدسو اماکنو د نړولو کار ځکه مخته وړي، د دوی همدا مکلفيت دی چې د اسلام په نامه د مسلمانانو ترمنځ درز او جلا والی راولي.