مخکې له دې چې په نورو موضوعاتو باندې بحث وکړو، راځو دې ته چې خلافت څه ته ویل کیږي؟ ایا اسلامي خلافت شتون لري؟ د اسلامي خلافت د رامنځته کیدو امکان شته؟ وروستی اسلامي خلافت کله او ولې له منځه تللی دی؟
په دوو یا له دې زیاتو جغرافیو باندې د یوه اسلامي امیر تر چتر لاندې د مسلمانانو راټولیدنې ته خلافت ویل کیږي، په اوسني وخت کې اسلامي خلافت شتون نه لري او نه يې هم صهیونیستي ټولنه غواړي چې رامنځته شي، خو ډېر کله دا کار د خپلو مسلمانانو لخوا ترسره شوی چې د اسلامي اصلي خلافت مخنیوی کوي، موږ خپل اسلامي مقتدر هیواد نه پریږدو او نه هم اسلامي هیوادونه له یو بل سره لکه کفار ملاتړ کوو.
کله چې په لومړي ځل وارسا تړون رامنځته شو او بیا له منځه لاړ، ورپسې تړلی د ناټو قانون رامنځته شو او اروپايې اتحادیه یا صهیونیستي ټولنې؛ دا هغه څه دي چې له خلافت يې په درس سره خپل ځانونه تر دې ځایه رسولي دي، د اسلامي خلافت د له منځه تلو په اړه چې وروستی خلافت د عثماني خلافت په نوم مشهور دی د له منځه تللو د لاملونو په اړه د ځينو پوهانو نظرونو ته کتنه کوو:
۱:- محمد اقبال (شاعر او فلسفي)
اقبال خلافت ته د اسلام د وحدت نښه ګڼله، خو په دې باور و چې خلافت باید د عصري زمانې سره سم بدلون ومومي، نه ختم شي؛ هغه فکر کاوه چې مسلمانان باید د خپل ځانواکۍ لپاره متحرک اوسي، او خلافت باید د ملتونو د آزادي لپاره یو متحد سیاسي جوړښت وي، خو د عثماني خلافت د پای ته رسیدو په اړه یې و ویل چې د خلافت کمزوري د مسلمانانو په بې اتفاقۍ کې وه.
۲:- مایکل هانسن – تاریخي لیکوال:
هانسن په خپل کتاب کې لیکلي چې د عثماني خلافت سقوط د داخلي ضعفونو، اقتصادي ستونزو، او د اروپا د استعمار د فشارونو نتیجه وه، هغه ټینګار کوي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پایلې او د عثماني امپراتورۍ د ماتېدو له امله خلافت پای ته ورسېد، او د اتاترک سکولر اصلاحات دې پایلې ته رسمي بڼه ورکړه.
۳:- یوسف القرضاوي – اسلامي عالم او مفکر:
القرضاوي د خلافت د اهمیت په اړه ټینګار کوي او وایي چې خلافت یو اسلامي نظام دی چې د ټولې مسلمانې نړۍ یووالی تضمینوي، هغه په دې باور دی چې خلافت باید بیا را ژوندی شي، ځکه چې اوسنی نظامونه د اسلامي ارزښتونو سره سمون نه لري، د عثماني خلافت د ختمېدو لامل یې د مسلمانانو د داخلي اختلافونو او د استعمار د فشارونو یو ګډ عمل بولي.
۴:- الکسندر شیشکوف – روسي تاریخ پوه:
شیشکوف لیکي چې خلافت د عثماني امپراتورۍ د پراخوالي او د قومي توپیرونو د عدم منلو له امله تر فشار لاندې راغی. هغه په ځانګړي ډول د اتاترک په سکولر اصلاحاتو ټینګار کوي چې خلافت یې د عصري ترک ملت د جوړولو لپاره ختم کړ. دا یو د مدرن دولت جوړونې اړخ و.
۵:- احمد امین – مصري لیکوال او تاریخ پوه:
احمد امین د خلافت د سقوط په اړه وايي چې خلافت د وخت د اړتیاوو سره سم اصلاح نشو او د مدرن دورې اړتیاوې نه وې پوره کړې، هغه فکر کاوه چې د خلافت نهايي ختم د اسلامي نړۍ د فکري او سیاسي کمزورتیا نښه ده.
که تاسې د اسلامي خلافت په اړه د هر لیکوال نظرونه ولولی او ويې ګوری د ټولو ګډوله دا ده چې اسلامي خلافت باید مسلمانان سره راټول کړي او په یوه ټغر سره کښیني خو برعکس په اوسني وخت کې چې دا ډله د اسلامي خلافت دعوې کوي مسلمانان سره متنفره کوي او په ډلو يې ویشي، دوی افراطیت خپروي او د تفریط له لارې خلک ګمراه کوي.