داعش خوارجو يوازي د انسان تښتونې، قيمتي آثار، نفت او ګازو په غلا او پلورلو بسنه نه کوله، بلکې د دې بدمرغه فتنې د تمویل لپاره یې نورې لارې چارې هم لرلې.
هغه لارې لکه؛ د جزیې په نوم باج اخیستل، د غلام او کنیز په نوم د ښځو او ماشومانو پلورل، د خوارجو لپاره د عایدو بله سرچینه ګڼل کېده.
دا نامشروع لارې چې د خپلو ناپاکو عالمانو د فتواو په اساس یې ديني رنګ ورکړی وو او د نورو ګڼو ناوړه کارونو په څېر یې ځان ته مباح ګڼلې وې.
داعش خوارجو د خلافت او اسلامي نظام په نوم ناوړه ګټه اخيستله او په هغو ښارونو کې چې د نورو اديانو پيروان هم اوسېدل، د جوماتونو له لارې اعلاميې خپرولې او له هغو څخه يې د جزيې غوښتنه کوله.
په هغه وخت کې، دغو بدنامو ګمراهانو د عراق په موصل ښار کې د جوماتونو د اعلامیو له لارې په مسیحیانو باندې درې لارې ایښې وې:
لومړۍ دا چې جزیه ورکړي؛ که نه، نو له ښاره دې ووځي او که له باج ورکولو انکار وکړي، نو وبه وژل شي.
د غلامۍ ګرم او پر شور بازارونه د دې تورمخو کسانو بله د ګټې اخيستنې سرچينه وه، دا بازارونه چې د اسلام په نوم او د اسلامي قوانینو او اصولو د تحریف په مټ پرانیستل شوي و؛ په حقیقت کې یې له اسلام سره هېڅ تړاو نه درلود.
ځکه اسلام د دې لپاره راغلی چې غلامي له بشري ټولنو څخه ختمه کړي او انسانان خپلو اصلي حالاتو ته، چې آزاد پیدا شوي، بېرته ستانه کړي؛ خو د دې زمانې خوارج د اسلام په نوم د اسلام جرړې وهلې او خپلې دا کړنې یې له اسلام څخه الهام بللې.
د انساني قاچاق په بازارونو کې د بېوزلو او بې ګناه مسلمانانو ښځې او ماشومان د نورو غیر مسلمانانو تر څنګ پلورل کېدل او د خوارجو د دین ضد سیاستونو قربانيان ګرځېدلي و.
په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې، «ډیلي مېل» په یوه راپور کې ذکر کړي و، چې د داعش په پلازمېنه موصل کې د جنسي غلامانو په بازار کې ښځې له افغانستان، پاکستان، چیچنیا او لیبیا څخه هم دې بازار ته راوړل شوې وې.
دا خبره وروسته د هغو بندیانو لخوا هم بیا بیا تائید شوه، چې د داعش خوارجو له منګولو څخه خلاص شوي و؛ د داعش دا بازارونه د عراق په موصل او د سوریې په رقه ښارونو کې؛ له لویې مالي ګټې سره سره، د خوارجو د فریب خوړلو ځواکونو د هڅولو لپاره هم کارېدل.