داعش خوارجو لکه څنګه چې په خپل کردار او کړنو کې له هېڅ ناپوهۍ څخه دریغ نه دی کړی او هر عمل ته چې اړتيا وه، د خپلو پیروانو لپاره یې حلال ګڼلی؛ په مالي ګټو کې یې هم له هېڅ لارې، که جواز ولري یا و نه لري، ډډه نه ده کړې.
د سلسلې په تېرو برخو کې؛ داعش خوارجو د خپلې واکمنۍ په وخت د اسلامي هېوادونو په بازار کې د پیسو ګټلو لارو ته مفصل توضیحات ورکړل شول.
په دې برخه کې، چې د «داعش خوارج؛ د بقا په لټه کې» د دې سلسلې پای دی، موږ د خوارجو د هغه کرغيړنو عملونو په اړه خبرې کوو چې د خپل بدنام دولت د ودې لپاره یې ترسره کړي، چې یوازې د مسلمانانو لپاره بلا او مصیبت راوړي.
داعش خوارج نه یوازې اسلامي اصول، بلکې انساني کرامت هم تر پښو لاندې کړی او د وحشي عملونو لکه د انسانانو د بدن د غړو قاچاق په ترسره کولو لاس پورې کړ، دا عمل ناپاک او ناوړه دی چې د اسلام له قوانینو سره په واضح تضاد کې دی.
د دیلي میل ورځپاڼې په حواله، یو عراقي ډاکتر د سروان په نوم، چې د غوږ، حلق، او پوزې متخصص وو، ویلي: د داعش لخوا د موصل په ښار کې په ۲۰۱۴م مېلادي کال کې د غړو د قاچاق پروسه پیل شوه او دې ډلې بهرني جراحان د دې پروسې د ترسره کولو لپاره ګمارلي وو.
دې ورځپاڼې په ۲۰۱۶م مېلادي کال کې د موصل د محلي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې داعش ۲۳ کسان، چې وژل شوي یا ټپیان و، اجساد غلا کړل او د موصل په یوه شفاخانه کې یې د جراحي پروسې له لارې د بدن غړي ویستل او د پیسو په بدل کې یې وپلورل.
سربیره پر دې، داعش خوارج د بدن د غړو د قاچاق او پلور لپاره په بازار کې ځانګړې څانګه جوړه کړې وه، لکه د زړه، ځیګر، بډوډي او کولمو لپاره چې د دې لارې یې زیاته مالي ګټه ترلاسه کړه.
د العالم خبري شبکې په حواله، هسپانوي نشریه “الموندو” هم په یوه راپور کې ویلي: لږ تر لږه ۱۸۳ کسان چې د داعش په زندانونو کې د اعدام په حکم محکوم شوي و، د مختلفو جراحي عملیاتو له لارې د موصل په درېیو شفاخانو کې تر څار لاندې وو او د دوی د بدن غړي ترې ایستل کېدل.
الموندو د موصل د طبي سرچینو په حواله لیکي: د شفاخانې کارمندانو لږ تر لږه ۱۶۳ جسدونه لیدلي چې د سینې څخه تر خېټې پورې ګنډل شوي وو.
د مختلفو معتبرو بهرنیو رسنیو راپورونه، چې د خوارج له خوا د بدن د غړو د قاچاق په اړه صداقت لري، هغه وخت نور هم پیاوړي شول، چې کله داعش په عراق او شام کې ماتې وخوړه او د دوی ظلم او جبر د پای ته رسېدو وروسته، د خوارجو لخوا د وژل شويو افرادو د ډلهیزو موندلو پر مهال، ځینې اجساد ګنډل شوي او د بدن مهم غړي ترې ایستل شوي و، چې دې پروسې د خوارجو ناوړه څېره لا نوره هم روښانه کړه.
هو! هغه څه چې په دې برخه او په تېرې برخو کې ویل شوي، د داعش خوارجو د کړنو یوه برخه ده؛ چې لکه سرطان مرض پر دې امت باندې پرېوتی وو، اوس چې د دوی د خلافت له اعلان نه لس کاله تېر شوي، للهالحمد، اسلامي امت د دوی له اذیت او زیان څخه په لوړه کچه خوندي دی او ډېر ژر به د دې سترې فتنې وروستۍ بڅري هم مخ په مړاوې کېدو شي، ان شاء الله.