داعش خوارج؛ د بقا په لټه کې دوهمه برخه

ابو اسامه خراساني

#image_title

انسان‌تښتونه او برمته کول:
که څه هم د خوارجو د ادعایي خلافت په لومړیو کې، چې ډېر مسلمانان یې د رښتيني ماهیت په اړه نه پوهېدل؛ مالي مرسته ور سره کېده، خو د وخت په تېرېدو او د دوی د اصلي څېرې په ښکاره کېدو سره، مسلمانانو د هغوی ملاتړ پرېښود او د مرستې دروازې پرې بندي شوې.

ځکه چې له خوارجو سره مرستې او همکارۍ کوم ثواب و نېکي نه لرله، بلکې د ډېرو ګناهونو لامل کېده، هغه بې‌ ګناه انسانان چې خوارجو ووژل، هغه ښارونه او کلي چې دوی وران کړل او هغه لوی فساد چې په ځمکه کې يې خپور کړ، نه يوازې یې مسؤلیت د دوی پر غاړه دی؛ بلکې د د دوی تمویلونکي هم په دې عذاب کې شریک دي.

له همدې امله، چې کله خوارج د مسلمانانو له مرستو نا هيلې شول؛ د خپل ځواک د پیاوړتیا او د خپل شر او فساد د بقا لپاره يې نورې لارې غوره کړې، چې يوه له دې لارو څخه هغه وخت چې خوارج په عراق و شام کې په زياتو سيمو واکمن وو؛ د انسان‌ تښتونه او برمته کول وه.

داعش خوارجو کله کله د هغو شتمنو مسلمانانو تښتونه کوله، چې د دوی تر کنټرول لاندې سيمو کې اوسېدل او کله کله يې هغه اروپايي خبريالان برمته کول، چې د خلګو د ژوند د حالت د عکاسي کولو لپاره به يې دغو سيمو ته سفرونه کول.

د يوې امريکايي استخباراتي ارزونې له مخې، خوارجو يوازې په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې، د تښتونې له لارې، ۲۵ ميليونه ډالر عاید تر لاسه کړي وو.

په بل راپور کې، د السومريه نيوز خبري اژانس په حواله؛ جبار معموریلا، چې د عراق د ولسي پاڅون قوماندانانو څخه دی؛ په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې، د برمته کولو او تښتونې له لارې، په دياله ولايت کې د نیم میلیونه ډالرو د عايداتو خبر ورکړی وو.

هغه په دې اړه داسې ویلي: د ۲۰۱۷ مېلادي کال په اوږدو کې، داعش د خپلو پټو هستوګنځیو له لارې، په دياله ولایت کې، په ځانګړې توګه د حمرين، قره تپه او نفت خانه سيمو کې، ګڼ شمېر تښتونې ترسره کړې او د تښتول شويو کسانو کورنۍ يې تر فشار لاندې راوستې، چې په دې توګه یې شاوخوا نیم میلیون ډالره ترلاسه کړل.

تښتونه د خوارجو لپاره يوه له ډېرو ګټورو لارو څخه وه او دوی د دې له لارې د زياتو پيسو په لاس ته راوړلو بريالي شول، چې په پيسو يې ډېرې وسلې او مهمات ترلاسه کړل او د خپل فساد لمن يې نوره هم پراخه کړه.

پر انسان تښتونه سربېره، خوارجو داعش له نورو لارو لکه د تېلو او ګازو پلور، د لرغونو آثارو او قیمتي شیانو غلا او د کنیزانو د خرڅلاو له ګرمو بازارونو څخه هم پیسې ترلاسه کولې، چې په راتلونکو برخو کې به یې په اړه خبرې وکړو، ان شاءالله.

عاصم جلال
Exit mobile version