له لومړیو وختونو د جهاد او د مسلمانانو د مقدساتو د ساتنې لپاره؛ ډېر مؤمنان ډلې-ډلې له دې قافلې سره يو ځای شول او د رښتيني پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لاره کې؛ د غوره عبادت د ترسره کولو په موخه، د جهاد میدانونو ته ولاړل.
خو دا خبره د هر عاقل انسان لپاره واضحه او څرګنده ده، چې کله مجاهدین د جهاد لپاره خوځيږي؛ نو نور وخت او فرصت د کاروبار او شتمنۍ د راټولولو لپاره نه لري، په ځینو مواردو کې حتی د جګړې لپاره د وسائلو برابرولو توان هم له لاسه ورکوي، له همدې امله اسلام د مجاهدینو د تمویل لپاره بدیلې لارې ټاکلي دي، چې له هغو څخه یې مهمې د دُښمنانو نه د ترلاسه شویو غنیمتونو او د مجاهدینو د تجهیز لپاره د عامو مسلمانانو مرستې دي.
اسلام د مسلمانانو د هڅولو لپاره چې د اسلام لښکر تجهیز شي؛ ډېرې تشویقي چارې بیان کړي دي، له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ جَهَّز غَازِياً فِي سَبِيلِ الله فَقَد غَزَا…
هر څوک چې د الله جل جلاله په لار کې د جګړې لپاره مجاهد ته وسائل برابر کړي، ګویا پخپله یې جهاد کې برخه اخیستې وي.
دا امر په اسلامي تاریخ کې څو ځله تکرار شوی دی، او هر وخت چې کومه ډله د اسلام د ملاتړ لپاره وسله پورته کړي؛ بله ډله مسلمانان هغوی له مادي اړخه حمایت او لازم امکانات ور ته برابر کړي.
خو په دې منځ کې، کله نا کله باطلې ډلې هم د خپلو غلطو برداشتونو او ناسم اجتهاد له مخې؛ د جهاد ادعا کړې او ځانونه یې د حقې لارې مجاهدین معرفي کړي او د دې حرکت په بدل کې یې له خلکو څخه ملاتړ غوښتی، خو هر کله چې عامو مسلمانانو د هغوی د ماهیت او د هغوی د بطلان په اړه پوهه ترلاسه کړې؛ نو خپل ځانونه او مالونه یې له هغوی څخه لرې ساتلي او هغوی یې په خپل غلط لوري کې یوازې پرېښي.
دغو منحرفو ډلو کله چې دا دروازې بندې وموندلې، نو یې د ځان د تمویل لپاره د شریعت خلافې لارې ته لاس واچاوه او د خپلې ډلې بقاء ته یې؛ له هر څه لومړیتوب ورکړ.
په ننني عصر کې د خوارجو ډله؛ د داسې باطلو احزابو او ډلو لپاره تر ټولو غوره مثال دی، چې وروسته له دې چې یوازې پاتې شول؛ د خپل نظم د ساتلو لپاره یې هر ډول وحشت ته مخه کړه، هو! کله چې د خوارجو بطلان د عامو مسلمانانو لپاره څرګند شو، نو بیا هېڅوک حاضر نه و چې د دې فاسدې ډلې د بقاء لپاره سبب شي.
نور بیا…