د اشغالګرو جناياتونو ته مشروعيت ورکول
داعش خوارج له هماغه ناوړه او منحوس ظهوره، د اسلامي شعارونو لکه «خلافت ټينګول» او «پر کفارو جهاد» سره راڅرګند شول؛ خو ډېر ژر څرګنده شوه چې د دوی تېره توره د وخت د ظالمانو او جبارانو پر غاړه نه، بلکې د بېدفاع ولس پر سینه پرېوځي.
هغه څه چې داعش خوارج د نړۍ له نورو ظالمانو او جبارانو څخه جلا کړل، د دوی د ظلم ښکاره کولو طریقه وه؛ داسې چې د خپلو جناياتو پټولو پر ځای، په مسلکي کمرهګانو يې د غيرمسلمانانو او کله ناکله د مسلمانانو وژنې او سر پرېکول ثبت او په نړيوالو شبکو کې خپاره کړل.
دغه انځورونه، چې د اسلامي ارزښتونو او سپېڅلو لارښوونو سره په ټکر کې وو، په دقیق ډول هغه څه وو چې لویدیځې رسنۍ او اشغالګرو ورته اړتيا لرله.
د داعش ویډیوګانې په لوړه کيفيت، دقت او چټکتيا سره په ټوله نړۍ کې خپرې شوې؛ هغه خلک چې مخکې د عراق، افغانستان او سوریې د اشغالګرو پوځونو جنايات اورېدلي وو، اوس د «يو لوی خطر» نوي انځورونه ولیدل چې د کورونو د بمبارۍ جنايات هم ترې وړوکي ښکارېدل.
دغه جنايات چې دا ځل د اسلام په نوم ترسره کېدل، د یوې ډلې له خوا چې په ناحقه ځان د اسلام استازی باله او په لویدیځ کې د دې دین ناواقعي څېره معرفي کېده، هر جنايت لکه د لویدیځو خبریالانو سر پرېکول یا د یرغمل شويو سوزول، د نړۍ په ذهنونو کې د داعش وېره څو برابره کړه؛ او په همدې وېرې کې اشغالګر وتوانېدل چې هر بريد او بمبار ته د «ترهګرۍ پر ضد مبارزه» نوم ورکړي.
په دې موده کې که ملکي وګړي وژل کېدل، که کلي ورانېدل، که شپه مهال کورونه ړنګېدل، دا ټول د داعش د وينو په وړاندې وړوکي او حتی اړين ښکاره کېدل، داعش عملاً د اشغالګرو د رسنيو يوه وسله شوه چې د دوی جنايات په اسلامي هېوادونو کې عادي کړي.
دوی هغه څه وکړل چې ډېر کسان په لویدیځ کې د اشغالګرو جنايات له پامه وغورځوي او ومني چې «د داعش له وحشت څخه د خلاصولو لپاره» بايد بېګناه کسان هم قرباني شي، خو په حقيقت کې، هماغه ځواکونه چې نن د داعش پر وړاندې جګړه کوي، پرون یې د دې ډلې د ودې او راڅرګندېدو زمينه برابره کړې وه.
په پای کې، داعش خوارجو د خپل توند او ظالمانه څهرې، درواغجن جهادي شعارونو او د وژنو وېرونکي وېډيوګانو په مرسته د لویدیځ لپاره ستر خدمت ترسره کړ، هغوی داسې وکړل چې بمبارۍ او اشغالګري د نړۍ په سترګو کې د اشغالګرو «طبيعي حق» وښکارېږي، او د مسلمانانو هره وینه، د داعش د تصویري جناياتو تر سیوري لاندې بېاهمیته او غلې پاتې شي.
په رښتیا دا تریخ حقیقت د داعش خوارجو اصلي ماهیت څرګندوي: یو لوبڅی (بازیچه) چې د اشغالګرو په لاس کې د هغوی د تورو او وینو ډکو جنايتونو د سپینولو وسیله ګرځېدلې، څو خپل ظلمونه د اسلامي هېوادونو په خاوره کې پټ کړي.