انجینر عمیر
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو دمخه داسې ویل کېدل، چې ګواکې په افغانستان کې تر لسو زیاتې تروریستي ډلې ټپلې فعالیت کوي، نو فلهذا یواځې له طالبانو سره مذاکرات کول کومه نتیجه نه ورکوي، دا خبرې ډېری هغه سیاستوالو کولې چې نه یې غوښتل د افغانستان قضیه د حل په لور ولاړه شي.
خو دا خبره یقیني وه چې په افغانستان کې د طالبانو له فعالیت پرته داعشیانو هم فعالیت کاوو، خو ځینو سیاسي څېرو په وار وار دا خبره تکراروله چې د داعش د عملیاتو لپاره ملي امنیت زمینه سازي کوي، دا خبره هغه وخت ښه روښانه شوه چې کله طالبان په کابل واکمن شول، داعشیانو په مراکزو په ځانګړي ډول کابل او ننګرهار کې پراخ پټنځایونه درلودل، طالبانو د داعشیانو پر وړاندې قوي دریځ ونیو، هماغه و چې افغانستان کې د داعش لپاره د آرام ځای پاتې نشو، نو يې د ګاونډیو هېوادونو پر لور مخه کړه.
یوه یادونه باید وکړم، هغه داچې زمونږ په سیمه کې ځیني افراد چې په داعش تورن وو، یو په بل پسې يې په پرلپسې توګه د پاکستان لاره ونیوله.
کله چې طالبان په افغانستان واکمن شول، ځینو ګاونډیو هېوادنو د طالبانو په واکمنۍ ځانګړې خوښي وښوده، چې پاکستان یې په راس کې قرار درلود، په مختلفو سیاسي مجالسو کې یې د افغانستان په باب خبرې اترې کولې، د خارجه وزارت مسؤولینو یې بار بار په نړېوالو کنفرانسونو کې د افغانستان په رسمیت پېژندلو او د افغانانو په شتمنۍ د بندیز د لېري کېدو خبرې او مختلفې سپارښتنې وکړې.
هوکې؛ هغه وخت به ډېرو سیاسي شنونکو او د ټولنېزو رسنيو فعالانو دا کړنې منفي ارزولې او د پاکستان مکرتوب یې باله، خو دا خبره هغه وخت ښه واضحه شوه کله چې اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو غوښتنو ته منفي ځواب ووايه، پاکستاني چارواکو دا هیڅ نه انګېرله چې ګواکې طالبان دې د دوی غوښتنې په داسې واضح ډول رد کړي.
پاکستاني چارواکو ډېره هڅه وکړه چې طالبان د خپلو ناوړه غوښتنو منلو ته مایل او آماده کړي، مختلف فشارونه یې پرې واچول، د خپل ماضي خلاف یې په نړېوالو کنفرانسونو کې په وار وار افغانستان د تروریستي ډلو د مرکز په نوم یاد کړ، ډېره هڅه یې وکړه ترڅو نړېوال یو سیاسی عکس العمل ته قایل کړي، داچې پاکستان په نړېواله سطحه خپل سیاسي حیثیت له لاسه ورکړی نو کومه خاصه نتیجه یې ورنکړه.
هو؛ پاکستاني چارواکي په ځانګړي ډول استخبارات ارام پاتې نشول، هڅه یې پېل کړه ترڅو هغه افراد چې د طالبانو خلاف نظامي فعالیتونه ترسره کوي په ځانګړي ډول د داعشیانو د انتقال پروسه یې افغانستان ته پېل کړه، په سرحدي سیمو کې يې د افغانستان په سرحدي ځواکونو عملیات وکړل او بار بار اقدام او ډزې وکړې، ترڅو انتقال ته ښه زمینه سازي وشي خو داچې د امارت مسؤلين دې مکار او عمل او استخباراتي پلان ته ښه متوجې وو، نو يې په سرحدي سیمو کې د نویو پوستو او تأسیساتو د جوړولو امر صادر کړ، کله چې دا توطیه په ناکامېدو شوه نو پاکستاني چارواکو په ناڅاپي ډول د افغان کډوالو د جبري اخراج پرېکړه ترسره کړه، افغان چارواکو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ډېر زر محسوسه کړه چې ممکن پدې کې د نظام خلاف اشخاص انتقال شي، هماغه و چې لازم اقدامات یې پېل کړل، د ټولو کډوالو د بایومټریک د پروسه پېل شوه او تر ډیرهبريده مشکوک اشخاص تعقیب او ونیول شول.
دا به هم ووایو، چې دا اندیښنې بې ځایه نه وې، ډېر داسې اشخاص ونیول شول چې د نظام خلاف تربیه او خاص اهداف په لاس ورکړل شوي وو.
یوه یادونه ضروري بولم، چې په دې اړه د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان څرګندونې بې موجبه ندي، نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي و چې پاکستان هڅه کوي ترڅو داعشیان افغانستان ته داخل کړي.
څو لوړ پوړو طالب چارواکو راته دا خبره تاييد کړه، خو زما په آند طالبان چې کوم قوي عکس العمل نه ښايي، دا د دوی د معتدل سیاست ښکارندوی کوي، د ټول هېوادونو سره دوستانه اړیکې ساتل غواړي، چې دا د افغانستان او ټولو هېوادونو په ګټه دي.
داچې پاکستان د طالبانو په اړه خپله خوشبيني ولې په دومره ژوره او حساسه دښمني بدله کړه!؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره زموږ راتلونکې تحليلي ليکنې ته منتظر اووسئ.