داعش او مقاومت؟!/ لومړۍ برخه

#image_title

 

د حق او باطل معرکه د مخلوقاتو له پیدا کیدو تردې دمه او بیا تر قیامته به جاري وي، په دې جګړه کې حق تل سپیڅلې او په اصولو ولاړه مبارزه او مقابله کړې او کوي یې خو باطل او باطل پرسته جهات لکه څنګه چې له حق منحرفه دي، همداسې تل له اصولو منحرف او سرغړونکي دي.

د باطلو جهتونو په رأس کې داعشي خوارج هغه ډله ده چې په نړۍ کې یې د اسلامي خلافت د اعادې نعره اوچته کړې (خو په خپله دغه نعره کې باطل دي او دا یې یواځې د امت د دوکه کولو لپاره کړې) خو دا بدبخته خوارج بیا په دې نه دي خبر چې اسلامي خلافت څرنګه مبارزه غواړي؟ څنګه باید د خلافت لپاره هڅې وشي، د چا سره اړیکې او له چا کومک وغوښتل شي؟

خو لکه څرنګه چې مونږ ټولو ته معلومه ده چې داعش یوه منحرفه او اسلام ضد ډله ده بلکې خوارج دي نو په دغه اساس له دوی ګیله نشته چې څنګه باید مبارزه وکړي، ځکه دوی خو راغلي د حق د ختمولو او د باطل د لوړولو لپاره دي.

تاسو وګورئ چې هغه خلک چې د خلافت نغارې ډنګوي خلک تکفیروي، په ارتداد یې تورنوي، پخواني او اوسني حق پرسته خلک په بدو نومونو یادوي، علماء شهیدانوي، مجاهدین شهیدانوي، حق پرسته جهادي ډلو په مقابل کې جنګونه کوي، د هغوی اوس په دې ټولو بسنه ونشوه نو د بغاتو په صف کې ودریدل، باغیانو ته یې د کومک لاس وراوږد کړ، هغه باغیان چې د دوی د منهج په اساس مرتدین ګڼل کیږي، هغه باغیان چې قومي او سمتي تعصب یې له چا پټ نه دی، هغه متعصب مقاومتیان چې لاسونه یې لا هم د بې ګناه مؤمنانو په وینو سره دي او هغه شر و فساد چې له مسعود یې تر احمد مسعوده او بیا تر ادنی باغي نه یې نه امت ته خیر رسیدلی نه ملت ته. تل یې ویجاړۍ کړي، خلک یې شهیدان کړي او د کفارو غلامي یې کړې خو اوس مهال دغه بدبخته خوارجو د خیرات لمنې ورته نیولي او د باغیانو سره یوځای شوي دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version