خادم شېرزاد
دا هفته کيږي، چې اسرائیلو په فلسطينانو قيامت جوړ کړی.
له چين او روسيې واخله ان تر ايران او ډيرو نورو کفري هيوادنو د اسرايلو دغه ظُلم او وحشت وغانده، حتی د امريکا او يهودو په خپله جوړ کړي ملګري ملتونو د اسرائيلو دا کړنه او نسل وژنه وغندله.
په اسلامي هيوادونو کې بعضو مستقيماً او بعضو کنايتا د دې جنګ د درولو غوښتنه وکړه.
څو هيوادونو لکه انګلستان، فرانسه، امريکا، جرمني، جاپان او يو څو نورو د دې جنګ ملاتړ وکړ.
يواځینی طرف او ډله چې هغوی ځان تر نورو ټولو ښه مسلمانان او اسلام ته ژمن بولي او د خلافت دعوه لري هغه داعش دي، چې تر اوسه د فلسطين په جنګ غلي او هېڅ عکس العمل يې ښکاره نکړ او ښکاروي به يې هم نه، ځکه داعش فکر او عقيده لري چې له دوی پرته هر مسلمان چې کلمه وايي خو چې د دوی په لاره او فکر نه دي روان هغوی يا مسلمانان نه دي يا که مسلمان هم دي نو يواځې په نوم مسلمانان دي.
د ډېرو خلکو سره دا سوالونه دي چې:
داعش ولې د فلسطينيانو ننګه نه کوي؟
داعش ولې په اسرائيلو حمله نکوي؟
داعش ولې يواځې د هغوی سره جنګ کوي چې له امريکا او اروپا سره په مخامخ جکړي کې ښکيل دي؟
داعش ولې مسلمانان وژني؟
داعش ولې د اسرائيلو په ظُلم او وحشت غلي دي، حال دا چې ځان د خلافت مُدعيان بولي.
دا او دېته ورته نورې ډېرې پوښتنې دي چې روزمره یې اورو او يا يې ځوانان په سوشل ميډيا او ناستو کې له يو بل کوي.
موږ کوښښ کوو چې دغه پوښتنې په خپله د داعش او نورو له خولې ځواب کړو.
يو وار د داعش وژل شوي مشر ابوبکر بغدادي ويلي ول:
موږ به فلسطين د يهودو په هديره بدل کړو خو د هغه د دې وينا لا موده نه وه وتلي چې د هغه وخت د د داعش وياند چې نضال النصيري نوميده وويل:
د فلسطين ازادول او د فلسطين قضيه د داعش خلافت له اولوياتو څخه نده.
نضال النصيري رښتيا ويل ځکه،
د فلسطين قضيه د دوی له اولوياتو څخه نده بلکې د داعش له اولوياتو څخه دا ده چې د دوی په وينا له کافر او يهود مخکې بايد د دوی په نزد منافق او مرتد ووژل شي. ځکه داعش عقيده لري چې تر څو مو منافقين او مُرتدين نه وي وژلي تر هغې موږ کفارو ته نشو رسيدلی.
دغسې ده چې د داعش په نزد پرته له داعشي او د داعش له خود ساخته خليفه سره بيعت نه کونکی هر مسلمان منافق او مرتد دی.
د داعش خلافت دا عقيده لري چې له داعش پرته بل هيڅ مسلمان شتون نلري.
يو ځل اسرائيلي ژورنالیست يورغان تودنوفير ويلي ول:
که داعش په منځني ختيځ هم حاکم شي او ويې نيسي نو د اسرائيلو پر ځای به اروپا ته مخه کوي. د دغه ژورناليست خبره ځکه قوي او پر ځای ده چې دا خبر د اسرائيلو مخکیني وزير موشيه يعلون(موسی) له وينا وروسته نوره هم قوي او د باور وړ ګرځي چې هغه ويلي ول:
موږ ته له داعش نه ايران خطرناک دی او که ماته څوک ووایي چې څوک ښه دی نو زه ورته په زغرده ويلی شم چې داعش په ايران بهتره او زموږ په ګټه دی.
په کراتو کراتو داسې اسناد او واقعې پيښې شوي، چې داعش او اسرائيل په خپلو کې پټې رابطې او اړيکې لري او دا خبر په دې قوي کيږي، چې داعش د ټولې نړۍ سره د جنګ اعلان کړی خو د اسرايلو په اړه يې تر اوس هېڅ رسمي خبر يا وينا نشته.
د اردن مخکیني وزير ممدوح العبادي لسيزه وړاندې په په يوه مرکه کې ويلي ول:
يهود او تروريزم د يوې سکې دوه مخونه دي او دا يقين ولرئ، چې تروريست داعش به هيڅ وخت په اسرائيلو حمله ونکړي.
د ممدوح العبادي په خبره لسيزه واوښته خو داعش په ځای د دې چې اسرايلو ته ورسيږي په عراق او سوريا کې یې په مسلمانانو قيامت جوړ کړی او په ځای ددې چې د سوريا سره پوله لرونکي اسرائيلو ته لاړ شي هغه لرې افريقا او امريکا ته ورسېد. د فرانس ۲۴ تلويزون د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۲۳ يو راپور خپور کړی ؤ چې د هغه وخت د اسرائيلو وزیر داخله ارييه درعي په يوه خبري کنفرانس کې ويلي ول:
د داعش په ليکو کې شل اسرائيلي وګړي له داعش سره ملګري او په سوريا او عراق کې جنګيږي، د اسرايلو حکومت په دې اړه پلان لري چې له دغه شلو اسرايلي ځوانانو څخه د اسرايلو تابعيت واخلي.
همدېته ورته بل خبر دا و، چې له روس لسګونه یهودان عراق او سوريا ته د داعش ليکو ته تللي ول او هغوې سره اوږه په اوږه جنګيډل.
که لوستونکي لږ همت وکړي او د ۲۰۱۴ کلونو خبرونه پيدا او ګوګل لږ سرچ کړي دا به ورته معلومه شي چې په لسګونو د داعش زخمي غړي اسرايلو ته د علاج لپاره وړل شوي و او د اغوي په روغتونو کې يې په مياشتو مياشتو علاج روان ؤ.
د رسول الله عليه افضل الصلاة والسلام دا مُبارک حديث چې فرمايي: دوی به مسلمانانو سره جنګ کوي او هغوی به وژني او کفار او د بتانو عبادت کونکي به ژوندي پريږدي. رښتيا هم داعش په عراق او سوريا کې پر ځای د دې چې د امريکایانو او د هغه له اتحاديانو سره وجنګيږي په خپلو هغو مسلمانانو شروع وکړه چې له امريکا او اتحاديانو سره يې جنګیدل.
دغسې هغه بيچاره مجاهدين چې يواځې له امريکا او اتحاديانو سره يې جنګېدل دوه ځايه په جنګ اخته شول او دغسې داعش د امريکايانو او اروپايانو کار آسان کړ.
همداسې په افغانستان کې طالبان چې له امريکا او ناټو سره جنګېده د خلافت دغه کاذب مدعيانو پر ځای د دې چې له امريکا او ناټو سره وجنګېږي له طالبانو سره يې خپل دروغجن جهاد شروع کړ او دوی يې مرتد فاسق او …. په رنګا رنګ نومونو ونومول.
داسې لسګونه دلايل او خبرې شته چې دا ثابتوي چې داعش د امريکا او اسرائیلو د بليک واټر غوندې هو بهو يوه جوړه شوې پروژه ده خو فرق يې يواځې د بليک واټر سره دومره دی چې بليک واټر له نصرانيانو او يهودانو جوړه ده او داعش په نوم له مسلمانانو څخه.
داعش د دې روان تاريخ او تيرو دوه پيړيو عيناً هغه د قرامطو ډله ده چې د جوړېدلو يواځنی هدف يې مسلمان او اسلام تار په تار کول او د اسلام په نوم له صحنې ويستل او بدنامول دي.