فاروق قريشي
د پخوانيو خوارجو ځيني صفات:
1۔ مسلمانانو ته د کفر نسبت کول ( مسلمانان يې کافر او مرتد بلل) .
تبصره : داعشيان دخپلو اتباعو نه پرته نورو ټولو مسلمانانو ته مرتدين او مشرکين وايې.
2۔ د مسلمانانو وينې تويول ( جګړه به يې د مسلمانانو سره وه).
تبصره: داعش هم جګړه د مسلمانانو سره کوي علماء ، مجاهدين او عام مسلمانان شهیدانوي .
3۔ د اهل الذمة وينه حلال ګڼل .
تبصره : داعش هم د اهل الذمه وينه حلاله ګڼي لکه څنګه چې یې په عراق او شام کې د ډېرو اهل الذمه وینه توی کړه.
4۔ کم عمره او تنکي ځوانان وه.
تبصره: داعشي جنګيالي هم کم عمره ځوانان دي چې عمر يې 30 ۔ 35 کلونو نه پورې دی .
5۔ په يو بل یې شک کولو سره وژلو.
تبصره: داعش هم په عراق او شام کې خپل ډېر لوی لوی مشران د مشکوک کېدلو په وجه ووژل.
6۔ پخوانیو خوارجو خپلو د مخالفينو ښځې وينځې ګڼلې.
تبصره: داعش هم د خپلو مخالفينو ښځې وينځې ګڼي اوس هم د مجاهدينو او عوامو مسلمانانو ښځو ته خپلې وينځې وايې .
7 ۔ پخوانیو خوارجو د خپلې خاورې نه پرته نورې ټولې خاورې ته دار الحرب ويلو.
تبصره: داعش هم پرته د خپلې سيمې نه نورې ټولې اسلامي خاورې ته دار الحرب وايې او جګړه پکې کوي لکه څنګه چې اوس هم دوام لري.
8۔ پخوانیو خوارجو د اصلي کفارو څخه د مسلمانانو وژل مهم ګڼل .
تبصره: داعش هم د مسلمانانو وژل مهم ګڼي هميشه مجاهدينو سره جګړه کوي او مجاهدين په شهادت رسوي .
يادونه : پورته ذکر شوې ځيني نښې د پخوانيو خوارجو دي چې ټولې يې په دواعشو کې ښکاره شتون لري.
نور بیا…..
إن شاء الله