المرصاد له خپلو سرچینو معلومات ترلاسه کړي چې داعشي خوارج د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن د ترور پلان لري.
سرچینو المرصاد ته ویلي، د خراسان داعشیانو مولانا فضل الرحمن د خپلو مهمو اهدافو په لیست کې داخل کړی او هڅه کوي چې د فرصت برابرېدو په صورت کې نوموړی له منځه یوسي.
تازه پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې د پاکستان امنیتي ادارو مولانا فضل الرحمن ته ویلي چې ژوند یې له خطر سره مخ دی او باید خپل امنیتي تدابیر ټینګ کړي. رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي چې د جمعیت علماء اسلام ګوند د مشر ژوند ته د پاکستاني طالبانو له لوري ګواښ متوجه دی، حال دا چې پاکستاني طالبانو په تکرار سره ویلي چې د پاکستان دیني سیاسي ګوندونه او د هغوی مشران یې هدف نه دی او د خپل مقابل لوري په نظر نه ورته ګوري.
تېر کال المرصاد د خپلو سرچینو په توسط د داعشي خوارجو هغه لیست ترلاسه کړی و چې په هغه کې، د مولانا فضل الرحمن د ګوند د مسؤلینو ترڅنګ، د پاکستاني رژیم مخکښ سیاسي مخالفین په پاکستان کې د داعشيانو لپاره د مطلوبو اشخاصو په حیث په نښه شوي وو او له منځه وړل یې خوارجو خپل لومړیتوب ټاکلی و.
له وړاندې په خبرداري ورکولو سره، د پاکستان امنیتي ادارې ممکن پلان ولري چې د مولانا فضل الرحمن له برخلیک سره سیاسي لوبه وکړي او داعش ته برائت ورکړي.