یوه مؤثقه رسنیزه سرچینه وايي چې په غربي افریقا کې داعشي خوارجو د بوکوحرام په نوم جنګیالیو له ډلې سره مذاکرات پیل کړي دي.
دا خبر ”د بغدادي او هاشمي د بنده ګانو رسوا کوونکي چېنل“ په نوم رسنیزې منبع ورکړی دی.
د خبر له مخې، داعشي خوارجو تر دې وړاندې هم بوکوحرام ته د سولې د مذاکراتو وړاندیز کړی و، خو بوکوحرام رد کړي وو. اوس چې په غربي افریقا کې د داعشیانو وضعیت خراب شوی، نو مجبور شوي چې د بوکو حرام غوښتنو ته سر ټیټ کړي. تراوسه د دواړو ډلو ترمنځ د مذاکراتو غوښتنې او جزئیات معلوم نه دي، خو یاده منبع وايي په دې وروستیو اوونیو کې د دواړو ډلو ترمنځ د جګړو نه پېښېدل د مذاکراتو د پیل د خبر تائید کوي.
د نایجیریا بوکوحرام تنظیم د داعشیانو له مشر سره بیعت اعلان کړی و او د داعش په ملاتړ یې ډېر جنګونه وکړل، خو وروسته د دې تنظیم د مشر، ابو بکر شیکاو، د غربي افریقا ولایت د داعشیانو له امیر سره د مشري پر سر اختلافات پیدا شو او داعشیانو هم د خوارجو ډله وبلله.
هېره دې نه وي چې د بوکوحرام مشر، ابو بکر شیکاو، د ۲۰۲۱ز کال په می میاشت کې له داعشیانو سره د جګړې پر مهال په چاودېدونکو توکو ځان وواژه. بوکوحرام اوس هم ځان د بغدادي او عدناني پلويان بولي خو په غربي افریقا کې د داعشیانو فعاله څانګه په ارجاء تورنوي او قتل یې ځان ته روا بولي. په مقابل کې یې د غربي افریقا ولایت داعشیان بوکوحرام خوارج بولي او جګړه ورسره جهاد بولي.
که له بوکوحرام سره د داعشیانو د مذاکراتو خبرونه تصدیق شي، دا به د داعشي خوارجو پر منهج او عقیده ګڼ شمېر پوښتنې راولاړې کړي چې دوی ولې له هغې ډلې سره مذاکرات کوي چې پخپله یې خوارج او د عقیدې له اړخه مرتدین بولي او له دې سره سره په خپله ډله کې ځای ورکوي.