د ابو مصعب الزرقاوي له شهادت وروسته؛ رهبرۍ ابو حمزه د عراق د مجاهدینو امیر وټاکه، خو یو ناڅاپه ابو حمزه ګوښه کړل شو او پر ځای یې ابوبکرالبغدادي د عراقي محاذ امیر وټاکل شو، په داسې حال کې چې بغدادي په تنظیم کې یو عادي وګړی و، دې پیښې ټول خلګ او مجاهدین حیران کړل.
د ابوبکر البغدادې له ټاکلو وروسته؛ د تنظیم نوم هم ناڅاپه”دولة العراق الاسلامي” ته بدل شو، چې له دې وړاندې ټول د یوه قاعدة الجهاد تر نامه لاندې په جهاد بوخت و، د بغدادي له ټاکل کیدو سره سم؛ تنظیم ته د پخواني بعثیانو راتګ پیل شو، بعثیان د صدام حسین د پوځ پاتې شوني وو چې اکثریت یې د کمونیزم د فکر لارویان وو.
ابوبکر البغدادي جنګي چارې همدې نویو بعثي جنرالانو ته وسپارلې، چې په دې سره بعثیانو ته له خپل ولس او مجاهدینو څخه د غچ اخیستلو موقع په لاس ورغله.
د قاعدة الجهاد تنظیم هغه نخبه مشران چې ټول عمر یې په جهاد، هجرت او علم کې تیر کړی و؛ له سترو موقفونو څخه لرې کړل شول او په ناڅاپي توګه یې د مجاهدینو د مشرانو نیولو او شهیدانولو ته مټې را بډ وهلې، د دوی پر ځای یې بعثي جنرالان راوستل او په لوړو لوړو پوسټونو یې مقرر کړل.
کله چې ابوبکر البغدادي ځان خلیفه او امیرالمؤمنین اعلان کړ؛ دا داسې وخت و، چې داعشي خوارجو د خپل عروج پړاونه تجربه کول، د نړۍ ګوټ ګوټ ته د دوی د خلافت انګازې ورسیدې، دا چې خوارجو په رسنیزه برخه کې ډیر فعال، روزل شوي او تجربه لرونکي اشخاص درلودل؛ نو په نړیواله سطحه یې خپل تنظیم ته د ځوانانو راجذبول پیل کړل او په ډیره کمه موده کې؛ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه نوي تنکي ځوانان د عراق په لور را وکوچیدل.
لکه څنګه چې په نوره اسلامي نړۍ کې اسلام محکوم او طاغوتي نظامونه واکمن وو، خلک له دې طاغوتي نظامونو څخه تر پوزې راغلي وه، د بغدادي د خلافت د اعلان سره سمدستي خلکو د رښتیني اسلامي خلافت د قیام خوبونه لیدل پیل کړل، دولة الاسلام د نړیوالو رسنیو سرټکی شو.
خوارجو هم پرلپسې خپل جذاب اصدارات نشرول، هماغه و؛ چې له ټولې نړۍ څخه په زیات تعداد کې، چې اکثریت یې ځوانان وه؛ د عراق په لور ور مات شول، خپل ښکلی ژوند، ښځې او اولادونه یې د جهاد او شهادت په تکل پریښودل، خو له دې څخه ناخبره وه؛ چې په یوه ستره فتنه کې ښکیلیږي.