ليکنه : مراد أنصار
د روسانو پر خلاف د افغانستان د مجاهد ملت له برياليتوب وروسته خپلمنځي تنظيمي جنګونو د احزابو له تعدد څخه د مسلمانانو سخته کرکه پيدا کړه ځکه چې د احزابو تعدد د خپلمنځي تنظيمي جنګونو اساسي عامل ؤ او دغو جنګونو د مجاهدينو او جهاد حيثيت ته سخت تاوان ورساوه او پر ځای د دې چې د جهاد په پايله کې يو اسلامي شرعي ريښتونی نظام حاکم شي، انارشي او سرتاسري فساد په افغانستان کې واکمن او داسې عروج ته ورسيد چې په تاريخ کې يې بيلګې کمې دي.
همدا لامل ؤ چې د طالبانو په مشرۍ د وخت د شر او فساد پر ضد د مبارزې له پيل وروسته کرار کرار د نړۍ د مسلمانانو د اسلامي خوځښتونو په ځانګړې توګه د جهادي خوځښتونو تر منځ يوه اجماع رامنځته شوه او تر يوه امارت لاندې راټول شول، هر چا دې امارت ته لاس ورکړ او له ځانځانۍ او تفرق څخه يې ځان ساته . د دې کمسارې اجماع په برکت جهادي خوځښتونه وتوانيدل چې د امريکا په مشرۍ د سترې صليبي ټلوالې په وړاندې ودريږي او د مسلمانانو مړاوې هيلې چې د اسلامي امت د عظمت د بيا راګرځولو په اړه يې درلودلې بيا راژوندۍ کړي .
د امريکا په مشرۍ د صليبي ټلوالې او د دوی د نوکرانو جنګي تبليغاتي ماشين ډيره هڅه وکړه چې دغه اجماع ړنګه کړي او د دې لپاره يې د جهادي حرکتونو په منځ کې ډول ډول بې بنسټه ترسيمونو ته هوا ورکړه او د ځينې کوچنيو ډلو او شخصيتونو د بې لارې کولو لپاره يې هغوی له اندازې زيات لوی او ځواکمن تبليغ کړل .
خو څرنګه چې د نړۍ د کفارو له دغه تکتيک څخه ټولو جهادي خوځښتونو پوره آګاهي درلوده او مسلمانانو يې د روسانو پر خلاف د جهاد له کاميابۍ وروسته ترخه مزه څکلې وه له همدې امله لوی الله جل جلاله د دوی په دام کې له ښکيليدو څخه وژغورل، مګر په عراق کې متأسفانه د جهادي قيادت له پرلپسې شهادتونو وروسته واک داسې چاته په لاس ورغی چې د ځانځاني فکر يې درلود، د تکفير نظريه يې درلوده ، له اولې ورځې څخه يې ستر لقبونه په خپلو نومونو پسې ليکه کړل ، د مسلمانانو په منځ کې د تفرق او فتنه اچونې لپاره يې مقدماتي کارونه پيل کړل او د وخت په تيريدو سره يې ډول ډول درزونه رامنځته کړل ، تر دې چې له نورو جهادي خوځښتونو سره يې ښکاره ټکر ته لاس واچاوه ، خپلسری خلافت يې اعلان کړ، چا چې له دوی سره بيعت نه کاوه هغه ټول خوځښتونه يې تکفير کړل او هغوی يې مباح الدم وګرځول، د مسلمانانو په منځ کې يې سترې فتنې او فسادونه رامنځته کړل ، د اسلام د غليمانو پر ځای يې جهادي حرکتونه له خپل ځان سره مصروف کړل او مجاهدين د دوی له لاسه د راټوکيدلو فتنو په دفع کولو بوخت شول.
د داعشي تکفيريانو د دې ناوړه اعمالو له لاسه د سوريې مجاهدين له سختو مشکلاتو سره مخ شول ، ډيرې سيمې يې له لاسه ورکړې ، په افغانستان کې د مجاهدينو فتوحات په هغه ساحو کې چې دوی ظهور وکړ يو څه ټکني شول او تر دې يې ډيره خطرناکه دا وه چې د مسلمانانو په سترو تاريخي او معاصرو ديني ، علمي او جهادي هستيو يې سختې ټاپې ولګولې او د شک او تردد يوه فضاء يې رامنځته کړه.
داعشيانو په يادو ناوړه اعمالو سره هيڅ تر لاسه نکړل، يوازې يې په غير مستقيم ډول د تيريګرو کفارو او د دوی د دوستانو مټ د جهادي حرکتونو په مقابل کې پياوړی کړ او د اسلام غليمانو ته يې د اسلام ، مسلمانانو او جهاد پر خلاف تبليغاتي مواد په لاس ورکړل .
د اسلام او مظلومو مسلمانانو سره د داعشي تکفيريانو دغه ظلم او خيانت د دې سبب شو چې د الله تعالی مصيبت پر دوی نازل شي، مغلوب شي، خوار او ذليل شي او هغه چاته د سلامي لاسونه پورته کړي چې پرون يې له هغوی سره په يوه نرمه خبره هم مسلمانان تکفيرول .
بناءً ! يادو حقيقتونو ته په پام سره دې پايلې ته رسيږو چې له تحزب او تعدد څخه د مسلمانانو لپاره بله لويه ويروونکې بلا نشته، ريښتوني مسلمانان او جهادي حرکتونه بايد د احساساتو پر ځای له هوش څخه کار واخلي ، د کفارو په ترسيمونو او تبليغاتي لويونو تير نه وزي، له تحزب او تعدد او تفرق څخه ځان وساتي، بيرته د خپلو تيرو کلونو اجماع راژوندۍ کړي او د بنيان مرصوص په څير د اسلام د غليمانو په مقابل کې ودريږي. او هر څوک چې د تحزب او تعدد لاره خپلوي هغوی بايد په دې پوه شي چې په نهايت کې به له ذلت سره مخ کيږي ، کفار به پرې مسلطيږي او د تل لپاره به د مسلمانانو آزار او بد دعاء ورپسې وي.